د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه د مقاومت کلکه اراده نشي ماتولی
اسماعیل هنیه د شهید صالح العاروري او سمیر فندي او عزام الاقرع شهادت په مناسبت درست فلسطینی ملت ، اسلامی او عربی امت او دنړۍ پتمنو ته تسلیّت ووایه او زیاته ئې کړه ، دشیهداالعاروري د ترور عملیاتو په هرځاي کې د فلسطین دملت په ضد د نیواکګر رژيم وحشیتوب ثابت کړ.
د فلسطین دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه ددغه غورځنګ دمرستیال مشر شیخ صالح العاروري په ترور کې د صهیونیسټي رژیم ځیږ او سپیر اقدام په سخته محکوم کړ او وې وئیل، صهیونیسټي رژيم به ددې جوګه نه وي ، چې د فلسطین دملت او مقاومتي مبارزانو کلک هوډ او اراده سره ماته کړي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، اسماعیل هنیه د شهید صالح العاروري او سمیر فندي او عزام الاقرع شهادت په مناسبت درست فلسطینی ملت ، اسلامی او عربی امت او دنړۍ پتمنو ته تسلیّت ووایه او زیاته ئې کړه ، دشیهداالعاروري د ترور عملیاتو په هرځاي کې د فلسطین دملت په ضد د نیواکګر رژيم وحشیتوب ثابت کړ.
هغه زیاته کړې ده ،د شهیدا العاروری او د هغه د یارانو وینه دقدس او الاقصی جومات په جنګ کې د فلسطین دملت له وینې سره اغښل شوې ده او دا وینه ده چې پر تورې بریالۍ ده او د مقاومتي چورلیز دمبارزانو انګیزه او روحیه به نوره هم مضبوته او پياوړي کړي. ا لبته ددغو شهیدانو دوینو غچ به ډير زر واخستل شي.