د فلسطین مقاومت ډلو د اسرائیلو په ګاډو بریدونه کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام غونډ ویاند ابو عبیده بیګا وویل د دغه غونډ ځواکونو په تیرو ورځو کښې د نیواکګر صهیونیسټ رژیم په درې څلویښت پوځي ګاډو بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړه په همدې موده کښې پینځلس صهیونیسټي عسکر له صفر واټن سره د القسام غونډ د مبارزانو لخوا هلاک کړی شوي دي.
دغه غونډ پرون وویل چې د صهیونیسټ رژیم په دریو مرکاوا ټانکونو مو حملې کړي دي.
په دغو ټانکونو باندې د غزې ښار په جنوب لویدیځ کښې په الصناعه سیمه کښې په یاسین یوسل پینځه ډوله ټانک ضد توغندیو سره بریدونه ترسره شوي دي.
بلې خوا د فلسطین د القدس غونډ او د ابو علي المصطفی غونډ هم بیګا د ویډیوګانو په خپرولو سره د نیواکي فلسطین په ښارونو باندې د حملو خبر ورکړ.
د فلسطین د مقاومت دغو ډلو د نیواکي فلسطین په ښارونو باندې د توغندیو حملو د فیلمونو په خپرولو سره وویل دغه بریدونه د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په ځواب ویلو کښې ترسره شوي دي.