نړۍ دې پر نسل وژونکي اسرائیلي رژيم دباؤنه زیات کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147194
د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو بیړنۍ ناسته دعربستان په جده کې پرون د فلسطین په چورلیزتوب سره ترسره شوه.
(last modified 2024-03-06T03:15:46+00:00 )
Mar 06, 2024 07:40 Asia/Kabul
  • نړۍ دې پر نسل وژونکي اسرائیلي رژيم دباؤنه زیات کړي

د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو بیړنۍ ناسته دعربستان په جده کې پرون د فلسطین په چورلیزتوب سره ترسره شوه.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي،دعربستان په جدې کې ددغې موسیسې دخارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډې کې د نړۍ پر درستو هیوادونو  غږ وکړ، د فلسطینیانو د نسل  وژنې د ختمیدا په باب دې  د هیګ د  انصاف د نړیوال عدالت فیصلې ته  دبشپړ پاپندۍ  لپاره د اسرائیلو د نسل وژونکي رژيم باندې دد باؤ د اچولو لپاره  لاس په کار شي .  هغه زیاته کړې  ده،په غزې تړانګې د نیواکګرصهیونیسټي رژیم  حملې ورځ تربلې لاسختیږي  او دغه رژيم  د ټولو نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ سره  بشری ضد جنایتونو ته  دوام ورکوي.

ایرنا خبری آژانس راپو رورکړ،  د ا سلامی ملګرتیا موسیسې عمومي منشي  حسین ابراهیم طه  د فلسطین په باب د عربستان په جدې کې د  اسلامی ملګرتیا موسیسې دخارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډې کې  د خپلې وینا په دوام کې د فلسطینیو کډوالو  لپاره دملګروملتو دمرستندویه ادارې (آنروا) سره د مالي مرستو دغوڅولوپه باب  د فلسطنیانو په ضد د امریکا او بریتانیا پشمول د صهیونیسټي نیواکګر رژیم  دځینو ملاتړو هیوادونو نوي دسیسې ته په اشارې سره ووئیل، دغه دسیسه د فلسطنیانو د  ډله یزې سزا په معنا ده.

د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو  بیړنۍ ناسته دعربستان په جده کې پرون د فلسطین په چورلیزتوب سره ترسره شوه.

 دعربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  ددغې ناستې په پرانیستونکو دستورو  کې ووئیل،  د فلسطین هیواد د نړیوالې پيژندنې وخت رارسیدلی دی  او نړیواله ټولنه باید  دعامو خلکو د  حفاظت  او په غزې تړانګې کې د فلسطینیانو د اجیاري کډوالۍ  دمخنیوي لپاره  خپل مسئولیّتونه ترسره کړي.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکي  هم په دغې ناستې کې  د اسلامی ملګرتیا موسیسې  له غړو هیوادونو  وغوښتل ، د انصاف په نړیوال عدالت کې دې د اسرائیلي رژيم په ضد دجنوبی افریقا د شکایت په ملاتړ سره  دې په نړیوالو  ټولنو کې د فلسطین له مظلوم ولس سره  مرسته وکړي.