په غزې تړانګې کې لس صهیونیسټي پوځیان هلاک شول
اسرائيلي رسندویو په غزې تړانګې کې په دوو جلاجلا پیښو کې د لسو صهیونیسټي عسکرو د هلاکت خبر ورکړی دی.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د عبری ژبې ؛هداشوت بزمان؛ انټرنیټي سایټ راپور ورکړی دی چې په غزې تړانګې کې د اسرائيلی رژيم د یوه پوځي ګاډي باندې د ټانک ضده توغندي د لګیدا له امله اته سرائيلي پوځیان هلاک او سوځیدلي دي.
له دې سره په یووخت ،ددغو هلاک شوو پوځیانو د مړو د منتقلولو لپاره دصهیونیسټي چورلکو د د کیښناستو خبرونه هم خپرۀ شوي دي.
له بل پلوه د اسر ائيلي رژيم رسندویو هم راپور ورکړی دی،داسې ښکاري چې په غزې کې د دغه رژيم دپوځ په یوه ګاډي باندې بم چاود شوی او له امله ئې یوشمیر کسان ټپیان شوي دي.
څه وخت وروسته د اسرائيلي رژيم رسنیو راپور ورکړ چې په دغه پوځي ګاډی چاودنې کې هم دوه صهیونیسټي پوځیان وژ ل شوي دي . دغه خبر د اسرائيلي پوځ له خوا لا تائيد شوی نه دی. په عین حال کې اسرائيلي رسندویو په پراخ ډول دغه خبر ته پوښښ و رکړی دی.
له بل پلوه د حماس غورځنګ القسام پوځي کنډکونو وئيلي دي، د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع رفح لویدیځي برخې کې ئې په السعودي کوڅې کې د صهیونیسټي رژيم د پوځ یو ډی -۹ ډوله بولډوزر په یاسین -105 ډوله توغندي سره ویشتی دی. په دغې خبرتیا کې راغلي دي ، همداراز د سریایا القدس سنایپر په شیشت کې یو صهیونیسټي پوځي ورغلی او په ټکه ئې هلاک کړی دی.