Jun 17, 2024 15:55 Asia/Kabul
  • په غزه کې د اختر دویمه ورځ او د صهیونیسټ رژیم بمبارۍ

نن سهار په غزې تړانګه کې د لوی اختر د دوهمې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د اسرائیلو جنګي الوتکو په غزه کې د فلسطینیانو کورونه په نښه کړل.

د راپورونو له مخې صهیونیسټ رژیم په الزرقا او حی الزیتون سیمو کې کورونه په نښه کړي دي چې له امله یې شاوخوا شل کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د غزې د خلکو او د دغې سیمې د ماشومانو په وړاندې د صهیونیسټانو جنایتونه په داسې حال کې دوام لری چې د یونیسف یا د ملګرو ملتو د ماشومانو د وجهي صندوق ویندوی په غزه کې د صهیونیسټانو د جنایتونو له امله د ماشومانو وضعیت کړکیچن بللی.

خو په نیواک شویو سیمو کې د داخلي تحولاتو په دوام کې د جنګ د کابینې د څو غړیو له استعفا وروسته بنیامین نتانیاهو اعلان وکړ چې د دغه رژیم د جنګ شورا یې منحل کړې ده.

ویل کیږی چې دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر او نتانیاهو ته نږدې کس ایتمار بن ګویر د صهیونیسټ رژیم په جنګی کابینې کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .

دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه د صهیونیسټ رژیم د جنګی کابینې مهم غړی بینی ګانتس په رسمی ډول له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ګانتس له استعفا لږ وروسته د صهیونیسټي جنګي کابینې بل غړي ګادي ایز نکوت هم له کابینې څخه د وتلو اعلان وکړ.

 د صهیونیسټي رژیم د رسنیو په وینا، ممکنه ده چې له جنګي کابینې څخه د دغو دوو کسانو په وتلو سره نتانیاهو او بن ګویر چې د غزې د خلکو د وژلو او د جګړې د پراخیدو اصلي عاملین دي، د کابینې پرېکړې پخپله واک کې واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې صهیونیسټ رژیم په غزې کې له ۲۵۵ ورځو جنګی جنایتونو سره سره خپلو موخوم ته ندی رسیدلی.

د دغه جعلي رژيم په تاريخ کې په تر ټولو اوږده جګړه کې د صهيونېسټ فوځيانو ماتې د دې سبب شوې ده چې د غزې له جنګ څخه کور ته ستنېدونکي صهيونېسټ فوځيان ځان وژنې کوي.

په دې وروستیو کې یوې صهیونیسټي رسنۍ خبر ورکړ چې یوه ۲۱ کلن صهیونیسټي عسکر د غزې له جګړې څخه له ستنیدو وروسته ځان وژنه کړې ده.

د صهیونیسټ رژيم پوځ ویلي دي چې د دغه رژیم پوځیان له ۱۹۷۳ میلادي کال راهیسي له ستر ناورین سره مخامخ دي .