Jun 18, 2024 06:40 Asia/Kabul
  • د اسرائیلي پوځیانو د پوځي نظم د له منځه تلو په اړه د یوه صهیونیسټي پوځي چارواکي افشاکول

پارس ټوډې- د اسرائیلو یو لوړ رتبه پوځي افسر اعتراف کړی چې د دغه رژیم پوځ په غزې تړانګه کې د جګړې د دوام لپاره چمتووالی نه لري.

هرڅومره چې پر غزې تړانګې د اسرائیلو د حملو له پیل څخه زیات وخت تېر شي، د فلسطین د مقاومت پر وړاندې د جنګ د دوام لپاره د دغه رژیم د بې کفایتۍ څرنګوالی ورځ تر بلې څرګندېږي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسرائیلو یو لوړ رتبه افسر د دغه رژیم د پوځ کمزوریو ته په اشارې سره ویلي: زموږ ځواکونه پر بامونو، کړکیو ته نږدې او د کورونو دننه لکه د ډزو په ډګر کې د مرغانو د تګ په څېر حرکت کوي.

دغه صهیونیسټي عسکر زیاته کړې چې په غزه کې د اسرائیلي عسکرو کاروانونه هېڅ ډول ملاتړ نه لري او د ځینو حقایقو په اساس، اسرائیل په غزه کې د جنګ د دوام لپاره چمتووالی نه لري.

څه موده مخکې د کنیست غړی عویدید بورر هم د غزې د جنګ په مدیریت کې د صهیونیسټي رژیم ناکامۍ ته په اشارې سره ویلي وو: کمزوری او ناکام مدیریت، موږ یې ترټولو بد ستراتیژیک حالت ته رسولي یو، یو داسې حالت چې موږ په تېرو وختونو کې ساری نه لرو.

په ورته وخت کې، د اسرائیلو ۱۲ ټلویزیوني چینل هم د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ "حماس" د پرمختګ په اړه ویلي، چې دغه غورځنګ په غزې تړانګه کې د ځان په بیا ساتلو کې بریالی شوی دی.

کلیدي کلمې: د اسرائیلو لوړ رتبه افسر، "عویدید بورر"، د صهیونیسټي رژیم ماته، د غزې جګړه، د اسرائیلي پوځیانو غیر طبیعي حرکتونه.

ټیګونه