د اسرائیلي ځواکونو د فوځي نظم د له مینځه تلو په هکله د صهیونیستي مقام بیانات
پارس تودی- د اسرائیل د رژیم یو جګپوری فوځي افسر ویلي چي د دې رژیم فوځ په غزې کې د جنګ د دوام لپاره تیاري نه لري.
هر څومره چي د غزې په تړانګې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو له پیله وخت تیریږي، د فلسطین د مقاومت په وړاندې د جنګ د دوام لپاره د دې رژیم بې وسی له مخکې نه زیات څرګندیږي.
د پارس تودی له راپور سره سم، یو جګپوری اسرائیلی افسر د دې رژیم د فوځ کمزورتیاو ته په اشارې سره، وویل: زمونږ فوځیان د بامونو د پاسه، کړکیو او کورونو کې د هېلیو په شان حضور لري او تر ډزو لاندې حرکت کوي.
دغه فوځي صهیونیست زیاته کړې چي په غزې کې د اسرائیلي فوځیانو کاروانونه له هیڅ ډول ملاتړ څخه برخمن نه دي او حقیقت ته په کتو سره، اسرائیل رژیم په غزې کې د جنګ د دوام لپاره چمتو نه دی.
لږ څه مخکې هم د کنسټ غړی عودید بورر هم د غزې په جنګ کې د صهیونیست رژیم په ماتې اشاره وکړه او وویل: کمزورې او ماته خوړلې مدیریت، مونږ یې ډېر بد حالت کې ښکیل کړی دی، داسي حالات چي مخکې مو هیڅکله تجروبه کړې نه ده.
دې سره هممهاله، د اسرائیل د رژیم ۱۲ خبري چېنل هم د حماس د غورځنګ لاسته راوړنو ته په کتو سره، اعتراف کړی دی چي دا غورځنګ په غزې کې د ځان په بیا ترمیمولو بریالی شوی.