Jun 18, 2024 14:49 Asia/Kabul
  • د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو د صهیونیسټی پوځیانو بمبارۍ دوام لری.

د فلسطیني رسنیو د راپور له مخې د النصیرت په کمپ بمبارۍ کې د یوې فلسطیني کورنۍ لس غړي شهیدان شوي دي.

صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګې د خپل یرغل له پیله په ۲۵۶مه ورځ یو ځل بیا د النصیرات کمپ په ګډون په بېلا بېلو سیمو وحشي بمبارۍ کړي.

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی دی چې نن سهار د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د النصیرات په کمپ کې په یوې لوړې ودانۍ او په البریج کې د استوګنې په یوې بلې ودانۍ په بمبارۍ کې اوولس فلسطینیان شهیدان کړي دي.

دغه راز یې زیاته کړې، د غزې تړانګې په مرکز کې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو د بمبارۍ په نتیجه کې دوه نور فلسطینیان هم شهیدان شوي دي.

د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار کې هم د اسرائیلو د جنګی الوتکو د سختو بمباریو په لړ کې د فلسطین د مقاومت د ځواکونو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ سختې نښتې روانې دی.

د حماس غورځنګ د پوځي څانګې کتائب قسام ځواکونو په خپله تازه بیانیه کې اعلان وکړ چې د رفح ښار په لویدیځ کې د تل السلطان به مربوطاتو کې یې د نیواکګرو ځواکونو دوه مرکاوا ټانګونه په یاسین راکټونو سره په نښه کړل.

کتائب القسام همدا راز اعلان وکړ چې تیره شپه یې د رفح ښار په جنوب کې د تل السلطان په سیمه کې د نیواکګرو ځواکونو په مرکزونو د راکټ بریدونه کړي.

صهیونیسټی پوځیانو نن سهار هم د لبنان په جنوب کې د کفرشوبا او الخیام ښارونه د توپونو په بریدونو سره په نښه کړې وې.

په عین وخت کې د لبنان او د اشغال شویو سیمو په سرحدونو کې د نښتو د زیاتیدو سره، د صهیونیسټی ورځپاڼی هاارتس په یوه لنډه مقاله کې د صهیونیسټی رژیم پوځی حالات په دریو جبهو کې، د غزې تړانګې، لویدیځه غاړه او د لبنان جبهې په توګه څېړلي.

د دغې ورځپاڼې په وینا د نیواکګرو فلسطین په شمال کې د نیواکګر رژیم کړکیچ پای ته رسیدلی دی او حزب الله د اسرائیلو په پرتله په ډیر قوت سره فعالیت کوی او له لبنان سره د دریمې جګړې خطر مخ په زیاتیدو دی.

د دې مقالې لیکوال په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو پر اړتیا په ټینګار سره ویلي چې په غزه کې د جګړې بندول به د بندیانو د تبادلې د تړون د پای ته رسولو لامل شي او له حزب الله سره به په موقتي توګه جګړه ودروي.

په داسې حال کښې چې په ټولو میدانونو کې د اسرائیلو د ماتې اعتراف په صهیونیسټی کړیو کې په تکراری بحث بدل شوی دی، د صهیونیسټی ورځپاڼی د هاارتس مشهور شنونکی اموس هرئیل په یوه مقاله کې په دریو میدانونو کې د صهیونیسټ رژیم په ناکامۍ خبرې کړی دی.

 دغه لیکوال همداراز په غزې تړانګې کې له وحشیانه جنګ وروسته په نړیواله سطحه د صهیونیسټ رژیم ستر بحران ته اشاره وکړه او ویې ویلي: دا چې تل ابیب په غزه کې د ویجاړۍ او وژنې د ابعادو له څرګندیدو وروسته ځان د نړیوال مشروعیت پرته د جګړې په منځ کې ویني.

 

ټیګونه