هغه د تاریخ په حق لورې کې دی؛ شهید نصرالله اړوند د ایکس د ټولنیزې شبکې د کاروونکو روایت
پارس تودي- د ایکس د ټولنیزې شبکې کاروونکې د ګڼ شمېر په ټوییټونو سره د لبنان د حزب الله غورځنګ شهید سرمنشي ستایلي دي.
د لبنان د حزب الله د غورځنګ د سرمنشي شهادت په ټولنیزو رسنیو منجمله ایکس چېنل کې یوه لویه څپه رامینځته کړې ده چي د پارس تودی په دغه راپور کې به ورته اشاره وشي:
سیدحسن نصرالله یوه پیاوړی غر وو
Tasaduq Hussain د شهید سید حسن نصرالله د یوه انځور په خپرولو سره، هغه یې د یو پیاوړی غر سره ورته بللي او لیکلي دي:
"83 ټنه چاودېدونکې توکې ستا د شهیدولو لپاره کارول شوی ځکه چي ته غر یې"
83 tons of explosives Because you are a mountain.
د غزې لپاره پاڅونکوونکي
یو بل کاروونکی چي نوم یې Uncle Hoz دی د سید حسن نصرالله د شهادت په هکله داسي لیکلی دی: د حسن نصرالله په هکله ستاسو له لیدلورې ماسېوا، هغه په دې دلیل سره ووژل شو چي د غزې ملاتړ ته درېدلی وو هغه هم په داسي یو وخت کې چي د عربو هیوادونو له مشرانو څخه یو هم داسي کار نه دی کړی.
Whatever your view of him, Hassan Nasrallah was killed because he stood up for Gaza. At a time when No Arab Leader would.
نصرالله؛ د تاریخ د حق لورې شهید
کیم ایور سن Kim Iversen د امریکا د یوې ټلویزیونې شبکې مجري په ایکس ټولنیزه پاڼه کې د سید حسن نصرالله شهادت داسي توصیف کړ: مهمه نه ده چي د حزب الله په هکله څه فکر کوئ، مهمه دا ده چي په یاد کې وساتو چي هغوی د فلسطینیانو د نسل وژنې د ودرولو په خاطر اسرائیل تر فشار لاندې نیولي وو.
نصرالله په حقیقت کې چي له بې دفاع خلګو څخه د دفاع په لاره کې په شهادت ورسېدی. هغه د تاریخ په حق لورې کې وو.
No matter what you think of Hezbollah, it’s important we remember the reason they were targeting Israel was to pressure them to stop their genocide of Palestinians. Nasrallah died a true martyr defending the defenseless. He was on the right side of history.
د شیعه او د سني د وحدت عامل
Hussain Makke د اسلامي علومو محصل هم د یوه ټوییټ په خپرولو سره د شهید نصرالله شخصیت داسي توصیف کړ:
د شیعیانو رهبر له اهل سنت وړونو څخه د دفاع په لاره کې ووژل شو.