صهیونیسټي کارپوه: اسرائیل له دننه مړ شوی دی!
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i157034
پارس ټوډې – د لوېدیځي آسیا د چارو صهیونیسټي کارپوه په ایکس ټولنیزه شبکه کې له ​​مقاومت څخه د اسرائیلو د ناکامۍ لاملونو په تړاو بحث کړی دی.
(last modified 2025-02-05T08:59:40+00:00 )
Feb 05, 2025 13:27 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي کارپوه: اسرائیل له دننه مړ شوی دی!

پارس ټوډې – د لوېدیځي آسیا د چارو صهیونیسټي کارپوه په ایکس ټولنیزه شبکه کې له ​​مقاومت څخه د اسرائیلو د ناکامۍ لاملونو په تړاو بحث کړی دی.

د لوېدیځي آسیا د چارو صهیونیسټي کارپوه اوري گلدبرگ په یوه ټویټ کې لیکلي: نتانیاهو نشي کولای د بندیانو د تبادلې دویم پړاو ته ژمن پاته شي، مګر دا چې "حماس" له منځه ولاړ شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، گلدبرگ زیاته کړې: ژوند ته په ژمنتیا کې پاتې راتلل، د مرګ د مطلق منلو په معنی دی. نتانیاهو لکه د نورو اسرائیلو په څېر، په بې پروایۍ سره اقدام کوي او کافي ارزښت نه ورکوي. اسرائیل له دننه څخه مړ دی. له همدې امله موږ وبایلله.

Netanyahu "cannot commit" to phase 2 of the hostage deal unless "Hamas is eliminated". The inability to commit to life demonstrates an absolute embrace of death. Netanyahu, like most other Israelis, simply doesn't care. Israel is dead inside. That is why we have lost.

صهیونیسټي رژیم د امریکا په ملاتړ د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷مې نېټې څخه د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنورۍ تر ۱۹مې نېټې پورې د غزې د اوسېدونکو پرضد ویجاړوونکی جنګ ترسره کړ، چې د پراخې تباهۍ او مرګونې قحطۍ سبب شو.

له دې ټولو جنایتونو سره سره، صهیونیسټي رژیم اعتراف وکړ چې د غزې د اوسېدونکو پر وړاندې له ۴۷۰ ورځو جنګ وروسته، ونه توانېدو د دې جګړې موخې، یعنې د حماس غورځنګ له منځه وړل او له غزې څخه د صهیونیسټي بندیانو بیرته ستنول ترلاسه کړو، بلاخره، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د حماس او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوربند موافقه اجرا شوه.