د قدس نړیواله ورځ د اسلامی امت د بېدارۍ ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i15934-د_قدس_نړیواله_ورځ_د_اسلامی_امت_د_بېدارۍ_ورځ_ده
د قدس نړیواله ورځ د استکبار د ظلم، ستم او زور وینې په وړاندې د اسلامی امت د بېدارۍورځ ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2016 08:41 Asia/Kabul
  • د قدس نړیواله ورځ د اسلامی امت د بېدارۍ ورځ ده

د قدس نړیواله ورځ د استکبار د ظلم، ستم او زور وینې په وړاندې د اسلامی امت د بېدارۍورځ ده.

د قدس د نړیوالې ورځې چې د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍجمعه ده په اړه زمونږ د رېډیو په خاص یورپوټ کښې راغلی دی، د اسلامی امت اتحاد او یوزړۀ توب د نړیوال استکبار په تېره بیا د سپینې ماڼۍ او د کرکې وړ او ماشومان وژونکی صهیونېسټ رژیم د سرمشرانو د ظلم، ستم او زورونیې له دوام سره دمقابلې د لارې یوترټولو مهم عامل دے.

لویدیځوالو دغه مهم حقیقت درک کړے دےاو په همدې وجه د خپلولاس پوسوحکومتونو په ملاتړ او همدارنګ د داعش په شان له تکفیری ترهه ګرو او منحرف ډلو څخه په ملاتړ سره د اسلامی امت ترمېنځ د تاوتریخوالی،جنګونو او اختلافاتو د رامنځته کولو په لټه کښې دی چې په اسلامی نړۍ کښې ټول اختلافات او تاوتریخوالے د نړۍد ظالمانو او زورو ویونکو په ګټه دے.

په دغه خاص رپوټ کښې راغلی دی د ایران د اسلامی جمهوریت بانی حضرت امام خمېنی (رح) څو لسیزې مخکې دغه حالات په ښۀ ډول اټکل کړی وو او فرمایلی یې وو چې د مسلمانانو د ژغورنې لاره د وحدت او یووالی ساتنه ده. هغوی د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت او یووالی د ساتنې او پراختیا لپاره د یو لړ لارو چارو فکر وکړ چې له هغو څخه یوه ترټولو مهمه د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د قدس د نړیوالې ورځې په توګه نومول دی.

د رپوټ له مخې د قدس نړیواله ورځ یو مناسب فرصت دے چې د ټولې نړۍمسلمانان د صهېونېسټ رژیم له نژاد پرستانه سیاستونو او د امریکې په شان د دغه رژیم له ملاتړو څخه خپله کرکه اعلان کړی.

-------