صهیونیستي شنونکی:د یمن توغندیوله نړۍسره داسرائیلواړیکه غوڅه کړي
پارستودي- د یمن وسلهوال ځواک لخوا د فلسطین په نیواکي ټاټوبو له بریالیو هوائي بریدونو وروسته، یوه صهیونیسټي شنونکي د صنعا د بریدونو په وړاندې د نیواکګر رژیم د دفاعي سیسټمونو بشپړ ناکامي ایشواکړه.
پارستودي د ایرنا له قوله راپور ورکړی، معاریو ورځپاڼې په یوه راپور کې د یوه مشهور پوځي او امنیتي شنونکي «گبي اشکنازي» له قوله ویلي، چې د یمن د پوځ یوه بېپیلوټه الوتکه «عسقلان» ښار ته نږدې د برېښنا د تولید له سټېشن سره د ټکر یوازې څو میتره واټن درلود، چې دا د تلابیب لپاره جدي خطر دی.
اشکنازي له تېر یو نیم کال راهیسې د یمن پراخو بریدونو ته په اشارې سره وویل: له یمنه په لسګونو توغدي او بېپیلوټه الوتکې پر اسرائیل توغول شوي، او دا څرګنده شوې چې د دغو ټولو مخنیوی ناممکن دی؛ په اسرائیلي فضاکې داسې دیوال نشي جوړېدای چې د دغو ګواښونو مخه ونیسي.
هغه د یمن د پوځ بریاوې بېسارې وبللې او وې ویل: یمن والو وکولای شول چې د اسرائیلو د حاکمیت یوه نښه زیانمنه کړي او همدارنګه د خپل سټراټیژیک هدف، یعنې د اسرائیلو له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو په پرې کولو کې خورا بریالي وو.
اشکنازي زیاته کړه: له ۱۸ میاشتو راهیسې، د یمن پوځ په بابالمندب تنګي کې د کشتۍ چلولود لارې په ګډوډولو سره، ایلات بندر ته د سوداګریزو کشتیو د واریدیدا مخه نیولې او حتی له سوېز کانال څخه د مدیترانې سمندر په لور د اسرائیلي بندرونو پر لور د دوي حرکت ئې بند کړی دی.
هغه په پای کې وویل: په تېرې یوې نیمې میاشتې کې د یمنیانو د بریدونو سختوالی زیات شوی او مونږ یو ډول هوائي کلابندۍسره مخ یو؛ اسرائیل په حقیقت کې په نړۍ کې په یوې منزوي ټاپو بدل شوی دی.
دا څرګندونې له دې وروسته شوې چې تېرې یکشنبې ورځې د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» په یوه اعلامیې کې وویل، د فلسطین د ملت د ملاتړ او په غزه کې د صهیونیسټي رژیم لخوا د نسلوژنې د غندنې په چوکاټ کې، د یمن توغندوي یونټ په یوه لړ پوځي عملیاتو کې د یافا (تلابیب) په سیمې کې د بن ګوریون» هوايي ډګر په نښه کړ.
هغه ویلي دي ، دا عملیات د بالسټیک توغندي په مرستې سره شوي او بریالي وو.
د یمن توغندی د بن ګوریون هوائي ډګر له وېشتلو وروسته، نړیوالو هوائي شرکتونو په یو بل پسې تلابیب ته خپلې الوتنې لغوه یا ځنډولې؛ دا پېښه د نیواکي ټاټوبو په فضا کې د الوتنو د امنیت سخت بحران ښئي.