خبرونه| د مقاومت وسله سره کرښه ده/ د قطر لومړنی غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164654-خبرونه_د_مقاومت_وسله_سره_کرښه_ده_د_قطر_لومړنی_غبرګون
پارس ټوډی - د قطر هوايي شرکت (قطرایرویز) په خپل تعاملي پروازي نقشې کې د «اسرائیل» نوم حذف کړ او پر ځای یې «فلسطیني خاورې» نوم ایښی دی. 
(last modified 2025-09-16T08:21:15+00:00 )
Sep 16, 2025 12:46 Asia/Kabul
  • حزب‌الله: د مقاومت وسله سره کرښه ده
    حزب‌الله: د مقاومت وسله سره کرښه ده

پارس ټوډی - د قطر هوايي شرکت (قطرایرویز) په خپل تعاملي پروازي نقشې کې د «اسرائیل» نوم حذف کړ او پر ځای یې «فلسطیني خاورې» نوم ایښی دی. 

د قطر هوايي شرکت په دې وروستیو کې د خپلې تعاملي پروازي نقشې څخه د «اسرائیل» نوم لرې کړی او پر ځای یې «فلسطیني خاورې» ایښي دي.

دا اقدام د سیمې د وروستیو تحولاتو او د صهیونیستي رژیم او عربي هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې، په ځانګړي توګه د اسرائیل لخوا پر دوحې د هوايي بریدونو او د فلسطین له ملت څخه د قطر د پراخ ملاتړ وروسته ترسره شوی دی.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، کارپوهان په دې باور دي چې دا بدلون د فلسطینیانو د حقونو څخه د قطر د دوامدار ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د سیاستونو په وړاندې د مسلمانانو د اجماع د پیاوړتیا نښه ده.

 

په تېر کال کې اشغالي خاورو ته د کډوالو شمېر په شدید ډول کم شوی

د صهیونیستي رژیم د کډوالۍ وزارت اعلان وکړ چې تېر کال اشغالي خاورو ته د کډوالو شمېر ۳۴٪ کم شوی دی.

دې وزارت وویل، د یهودي نوي کال له اختر راهیسې، شاوخوا ۲۱,۴۴۴ نوي کډوال اشغالي خاورو ته راغلي، چې د تېر کال د ورته مودې د ۳۲,۱۴۰ کډوالو په پرتله ۳۴٪ کمښت ښيي.

 

حزب‌الله: د مقاومت وسله سره کرښه ده

د حزب‌الله لبنان سیاسي مرستیال «حسن الخلیل» وویل: د وسلو موضوع د بهرنیو فشارونو په چوکاټ کې راپورته کیږي، چې ۹۹٪ دا فشارونه د «وسلو انحصار» تر عنوان لاندې تنظیم شوي دي.

الخلیل زیاته کړه: دا موضوع په څرګنده توګه د افتتاحي وینا او وزارتي اعلامیې سره په ټکر کې ده، او لبنان د خلکو د معیشت، بیا رغونې او حتی د لبنان د پوځ د بودیجې په اړه د بهرنیو فشارونو له امله له ښکاره اخاذۍ سره مخ دی.

 

حماس: د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د امریکا د بهرني سیاست دوه‌ګونی معیار ښيي

د حماس غورځنګ د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې د صهیونیستي رژیم لخوا پر غزې د پوځي برید او د صهیونیستي اسیرانو د وضعیت په اړه وې، په یوه اعلامیه کې وویل: دا څرګندونې نه یوازې د صهیونیستي رژیم د روایت څخه ښکاره ملاتړ ښيي، بلکې د امریکا د بهرني سیاست د دوه‌ګوني معیار څرګند انځور دی؛ هغه دوه‌ګونی معیار چې په سیوري کې یې په غزه کې د قومي تصفیې جنایت او د نږدې ۶۵ زره بې‌ګناه غیرنظامیانو شهادت په اسانۍ سره له پامه غورځول کیږي.

 

په غزه کې خونړۍ شپه

د صهیونیستي رژیم د پوځ لخوا پر غزې د پراخو او دوامداره بریدونو له امله، د دوشنبې شپه د دې سیمې یوه له خونړیو شپو څخه وه.

فلسطیني رسنیو راپور ورکړ چې د صهیونیستي رژیم پوځ لخوا په غزه کې په بېلابېلو سیمو کې څو هوايي او ځمکني بریدونه، سترې چاودنې او په کورنیو سیمو کې د چاودېدونکو روباټونو کارول شوي.

په الدرج سیمه کې پر یوه کورني کور برید د څو کسانو د شهادت او ټپي کېدو لامل شو، او د الشوا میدان، «الأمن العام» او د الصبرة په خضریه سیمه کې شاوخوا کورونه سخت زیانمن شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: په غزه کې د قربانیانو ریښتینې شمېره د رسمي شمېرې ۱۰ برابره ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په چارو کې ځانګړې استازې «فرانچسکا آلبانزه» وویل: د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله په غزه کې د قربانیانو ریښتینې شمېره ممکن لږ تر لږه ۶۸۰ زره کسان وي، یعنې د رسمي اعلان شوې شمېرې ۱۰ برابره.

هغې په یوه خبري غونډه کې وویل: ۶۵ زره فلسطینیان په غزه کې شهیدان شوي، چې له ۷۵٪ څخه زیات یې ښځې او ماشومان دي، خو په حقیقت کې باید د ۶۸۰ زره شمېرې په اړه فکر وکړو، ځکه ځینې څېړونکي او ساینسپوهان دا شمېره د غزې د قربانیانو د ریښتینې شمېرې په توګه وړاندې کوي.