په غزه کې د جوړښتي لوږې په اړه د آنروا خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167662-په_غزه_کې_د_جوړښتي_لوږې_په_اړه_د_آنروا_خبرداری
پارس ټوډې - د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې (آنروا) د مالي سرچینو سخت کموالي او د اسرائیلو د پراخو محدودیتونو په یادولو سره، په غزې کې د لوږې زیاتېدو، د ژوندي پاتې کېدو خدماتو درېدو او د ملیونونو کډوالو د ژوند ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.
(last modified 2025-11-25T10:05:55+00:00 )
Nov 25, 2025 14:32 Asia/Kabul
  • په غزه کې د جوړښتي لوږې په اړه د آنروا خبرداری

پارس ټوډې - د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې (آنروا) د مالي سرچینو سخت کموالي او د اسرائیلو د پراخو محدودیتونو په یادولو سره، په غزې کې د لوږې زیاتېدو، د ژوندي پاتې کېدو خدماتو درېدو او د ملیونونو کډوالو د ژوند ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.

آنروا اعلان وکړ چې په غزه کې د جوړښتي لوږې سیاست دوام لري او د مالي سرچینو سخت کموالي، بشري بحران بې سارې کچې ته رسولی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د آنروا رسنیز سلاکار «عدنان ابوحسنه» د دې په بیان سره چې د خوړو بحران یوازې د پراخو ستونزو یوه برخه ده ټینګار وکړ چې په غزه، لوېدیځه غاړه، سوریه، لبنان او اردن کې ملیونه فلسطیني کډوال د خوړو له کمښت سره هم مهاله، په زده کړو، روغتیا او مالي برخو کې هم له سختو زیانونو سره مخ دي.

د ابوحسنه په وینا، د آنروا پر فعالیتونو د صهیونیسټي رژیم فشارونه او محدودیتونو، دا سازمان د ړنګېدو په درشل کې اچولی دی.

د آنروا رسنیز سلاکار د دې په بیان سره چې اسرائیل غزې ته د بشري مرستو د ننوتو اصلي خنډ دی وویل: آنروا د غزې خلکو ملاتړ لپاره پوره وړتیا لري، خو د تل ابیب سخت محدودیتونه اجازه نه ورکوي چې له دې وړتیا ګټه واخیستل شي او اړمنو ته حیاتي خدمات ګډوډ شوي دي.

دا خبرداری په داسې حال کې دی چې صهیونیسټي رژیم د اوربند له اعلان سره سره، پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. هغه جګړه چې اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې د حماس له منځه وړلو او د اسیرانو د بېرته راګرځولو په موخه پیل کړه، له پوځي ناکامیو وروسته د اسیرانو د تبادلې تړون سره مخ شوه. د تېر اکتوبر د اوربند له رسمي اعلان سره، د محدودیتونو او بریدونو دوام ښيي چې تل ابیب خپلو ژمنو ته پابند نه دی او په غزه کې انساني بحران لا پسې ژورېږي.