د عربستان ارامکوتیلی شرکت د جیزان تیلی چاڼځای وتَړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i175740-د_عربستان_ارامکوتیلی_شرکت_د_جیزان_تیلی_چاڼځای_وتَړه
پارس ټوډې – خبري سرچینو اعلان کړی چې د سعودي عربستان  ارامکو شرکت د یمن  د وسله‌والو ځواکونو د وروستیو بریدونو له امله د جیزان د تېلو چاڼځای، چې هره ورځ د ۴۰۰ زره بېرلو د تصفیې ظرفیت لري، تړلی دی.
(last modified 2026-07-29T01:04:40+00:00 )
Jul 29, 2026 05:32 Asia/Kabul
  • د عربستان ارامکوتیلی شرکت د جیزان تیلی چاڼځای وتَړه

پارس ټوډې – خبري سرچینو اعلان کړی چې د سعودي عربستان  ارامکو شرکت د یمن  د وسله‌والو ځواکونو د وروستیو بریدونو له امله د جیزان د تېلو چاڼځای، چې هره ورځ د ۴۰۰ زره بېرلو د تصفیې ظرفیت لري، تړلی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د سعودي عربستان  ارامکو شرکت د یمني ځواکونو د بریدونو په تعقیب دغه ستر چاڼځای موقتاً بند کړی دی.

د راپور له مخې، د جیزان پر چاڼځای برید د ګیسو د یوځای شوې دورې (Integrated Gasification Combined Cycle) کمپلکس او د چاڼځای د زېرمو سیمې ته زیان رسولی دی.

د یمن د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي چې د سعودي د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو وروستۍ څرګندونې د دې لپاره دي چې د یمني بې‌پیلوټه الوتکو په کشف کې د سعودي د دفاعي سیستمونو ناکامي پټه کړي.

هغه زیاته کړه چې یمن په تېرو کلونو کې، د تاوتریخوالي د کمېدو په مودې کې، د سعودي له پرله‌پسې سرغړونو سره سره زغم کړی دی.

دغه سرچینه وایي، سعودي عربستان باید د یمن ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی وکړي او د هر ډول سرغړونې د پایلو مسؤلیت ومني.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې سعودي باید د هوايي ډګرونو او بندرونو په بېرته پرانیستلو او د سوداګرۍ د بهیر په اسانه کولو سره د یمن پر خلکو لګېدلې محاصره پای ته ورسوي.

په پای کې دغې سرچینې د بندیانو د خوشې کولو، د یمن ملي حاکمیت ته د درناوي، او د دې زمینه د برابرېدو غوښتنه وکړه چې د یمن خلک وکولای شي د خپل هېواد له طبیعي سرچینو او شتمنیو څخه د معاشونو د ورکړې او عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي.