د څلورو بایکاټونکو هیوادونو نوی لسټ به کړکیچ لا سخت کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52916-د_څلورو_بایکاټونکو_هیوادونو_نوی_لسټ_به_کړکیچ_لا_سخت_کړي
قطر د خبرواترو او مذاکرې هرکلی کوي خو په دې شرط چې وړومبی د څلورو هیوادونو غیرقانوني بندیز ختم شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2017 02:52 Asia/Kabul
  • د څلورو بایکاټونکو هیوادونو نوی لسټ به کړکیچ لا سخت کړي

قطر د خبرواترو او مذاکرې هرکلی کوي خو په دې شرط چې وړومبی د څلورو هیوادونو غیرقانوني بندیز ختم شي.

د قطر د دولتي ارتباطاتو د دفتر مدیر وايي، څلورو بایکاټ کونکو عربو هیوادونو پر کسانو او ارګانونو د بندیز د نوي لسټ په خپرولو سره د کړکیچ هواری لاسخت کړ.

مهر خبري آژانس خبر ورکړی چې د قطر د حکومتي اړیکو د دفتر مدیر سیف بن احمد آل ثاني وویل: قطر د خبرواترو او مذاکرې هرکلی کوي خو په دې شرط چې وړومبی د څلورو هیوادونو غیرقانوني بندیز ختم شي.

په دې تړاو بل خبر دا چې د قطر د بایکاټونکو څلورو عرب هیوادونو خارجه وزیران نن د بحرین په پلازمینه منامه کښې یوه غونډه ترسره کوي.

عربستان، اماراتو، بحرین او مصر د جون له پنځمې نیټې څخه له قطر سره خپلې اړیکې غوڅې کړې دي.