سعودیانو! د یمن د بمبارولو پرځاې فلسطین آزاد کړئ
سعودي تیري ګرې الوتکې په دوامداره توګه د یمن په بمبارولو سره د دغه هیواد ښځې، سړي او ماشومان وژني او څه باندې نوي فیصدي یمنیان نن سبا له فقر او لوږې کړیږي.
یوې الجزایري ورځپاڼې د آل سعود رژیم چارواکو ته په خطاب کښې ولیکل: د یمن او د دغه هیواد د خلکو د نابودولو پرځاې فلسطین ته مخه کړئ او هغه آزاد کړئ.
الفجر نومې الجزایري ورځپاڼې نن په یوه مقاله کښې د یمن خلاف د سعودي رژیم د جنایتونو پّ وړاندې چپتیا ناروا وبلله او ولیکل: په دې پړاو کښې دې ټول خپل ضمیر قاضي وګرځوي او د تیري ګرو په جرم کښې دې شریک نه شي، باید تیري ګرو ته وویل شي چې که مثبت کار کول غواړئ نو لاړ شئ او فلسطین د صهیونیسټانو له منګولو آزاد کړئ.
د الجزایر دغې ورځپاڼې په دوام کښې لیکلي دي: دې ته په پام سره چې پر یمن د عربستاني رژیم حملو هیڅ نتیجه نه ده لرلې خو دغه رژیم بیا هم د یمن په شمال باندې تازه حملې پيل کړې دي خو دا کار به یې په یوه جبه کښې د ټولې سیمې د ګیریدو لامل شي.
مقاله زیاتوي: سعودي تیري ګرې الوتکې په دوامداره توګه د یمن په بمبارولو سره د دغه هیواد ښځې، سړي او ماشومان وژني او څه باندې نوي فیصدي یمنیان نن سبا له فقر او لوږې کړیږي.