ّپه خان يونس کښې دوه نور فلسطينيان شهيدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70634-ّپه_خان_يونس_کښې_دوه_نور_فلسطينيان_شهيدان_شول
د صهيونېسټ رژيم فوځيانو د خان يونس په پوله ايزه تړانګه کښې د فلسطيني ځوانانو لوري ته په ډزو سره دوه فلسطيني ځوانانو شهيدان کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2018 15:21 Asia/Kabul
  • ّپه خان يونس کښې دوه نور فلسطينيان شهيدان شول

د صهيونېسټ رژيم فوځيانو د خان يونس په پوله ايزه تړانګه کښې د فلسطيني ځوانانو لوري ته په ډزو سره دوه فلسطيني ځوانانو شهيدان کړل.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د غزې په تړانګه کښې هم د صهيونېسټانو په حمله څو نور فلسطينيان ژوبل شول.

له نيواکي زمکو سره دغزې د تړانګې پوله په دې وروستيو هفتو کښې له سخت تاوتريخوالي سره مخامخ ده، د غزې د تړانګې فلسطينيانو د مارچ له دېرشمې نېټې راهسې چې د زمکې له ورځې سره يې سمون خوړۀ د ستنېدو حق نومې صلح ايز لاريونونه شروع کړل او له نيواکي فلسطين سره د غزې د تړانګې په پوله کښې راغونډ شول.

په دغو لاريونونو کښې تر اوسه د نړيوالو او سيمه ايزو ادارو د نااهلۍ په سيوري کښې له پنځوسو زيات فلسطينيان د اسرائيلي فوځيانو په ډزو سره شهيدان شوي او تقريباً اته زره نور ژوبل شوي دي.

بېګا هم د غزې د تړانګې په مرکز کښې د يوې سختې چاودنې له کبله د حماس د فوځي څانګې د قسام کنډکونو شپږ غړي په شهادت ورسېدل.

د قسام کنډکونو د يوې بيانيې په صادرولو سره وويل، د مقاومت جنګياليو پرون په يو لړ عملياتو کښې د اسرائيلو يو ستر جاسوسي نېټ ورک کشف او شند کړ.