شيخ قاووق: سعودي، امارات او بحرين د فلسطين د آرمانونو په خلاف د دسيسې مثلث دے
د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي وويل: سعودي، امارات او بحرين د فلسطين په خلاف د دسيسې مثلث جوړ کړ او کوشش کوي چې د فلسطين آرمانونه له منځه يوسي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې شيخ نبيل قاووق نن په خپله يوه وېنا کښې وويل: هغه هېوادونه چې د حرمينو شريفېنو د خدمت مدعي دي د قدس او فلسطين د آرمانونو په خلاف دسيسې جوړوي
شيخ قاووق وويل: سعودي خپل ټول ډېپلومېسي، سياسي او مالي توانمنۍ د فلسطيني ملت په خلاف د پېړۍ معامله نومې پروژې د اجرا کولو لپاره استعمال کړې او اسرائيل هم په سيمه کښې د سعودي د سياستونو لپاره په خوشحالۍ سره لاس وهنه کوي او دغه هېواد ته د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره د يو فرصت په توګه ګوري.
د حزب الله دغه لوړ رتبه غړي وويل، د سعودي سياستونه نن په مطلق شر بدل شوي دي ا و کار دې حد ته رسېدلے دے چې د لبنان په پارلېماني انتخاباتو کښې او له هغو وروسته د نوې کابينې په جوړولو کښې مداخلت کوي.
شيخ قاووق په دوام کښې زياته کړه، د لبنان د حکومت د جوړولو لپاره تر ټولو مهم مشکل د خپلو انډيوالانو او آله کارو لپاره په حکومت کښې د ونډې د غوښتلو کوشش دے چې مقصد يې له حزب ا... او د مقاومت له محور سره د مقابلې لپاره په لبنان کښې سياسي محاذ جوړول دي.