له اسرائیلو سره اړیکې د شرم وړ چاره ده
-
د بحرین الوفای اسلامي ډلې له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره اقدام د شرم وړ وباله .
ایرنا خبری اژانس وایی د بحرین الوفای اسلامی ډلې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادی کولو کښې د سیمې د ځینوعربو هیوادونو اقدام د شرم او نه منلو وړ وباله اوهغه یې وغاند .
د بحرین الوفای اسلامی ډلې وویل عمان ته د اسرائلو د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سفر او له صهیونیسټانو سره د ورزش په ګډو سیالیو کښې د ځینو اسلامی هیوادونو ګډون د امریکا د غوښتنو په وړاندې له تسلیمیدا او په سیمه کښې دصهیونیزم د سرطانی دانې له کرلو پرته بل څه نه دی .
د بحرین الوفای اسلامی ډلې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو دعادی کولو لپاره اقدام د شرم وړ وباله او دنړۍ په مسلمانانو یې غږ وکړ په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د سرطانی دانې د له مینځه وړلو په هدف سره مقاومت ته دوام ورکړی .
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په تیرې پنجشنبې ورځ د عمان په پلازمینې مسقط کښې ددغه هیواد له باچا سلطان قابوس سره کتنه او خبرې وکړې .
دغه راز د اسرائیلو د ورزش او دکلتور وزیر« میری رګو» هم وړمه ورځ د ورزش له یوې ډلې سره متحده عربی اماراتو ته تللی دی .