د عربستان خبریال خپی شوی او مړی یې ټوټی ټوی شوی
-
جمال خاشقجی دیمن دخلکو پرضد د ال سعود رژیم لخوا د کیمیاوی وسلو دحملو په اړه د تفصیلاتو دایشوا کولو نیت درلود.
زمونږ خبریال وایی د ترکیې حکومتی چارواکو د سعودی عربستان د وژل شوی خبریال جمال خاشقجی د وژلې جزیاتو په بیانولو سره وویل چې هغه په استنبول کښې د عربستان کنسولګرۍ ته په ورننوتلو سره سم خپی کړی شو او بیا یې مړی ټوټی ټوټی کړی شوی .
د ترکیې څارنوال عرفان فدان وویل د سعودی عربستان دخبریال جمال خاشقجی د وژلې له رودې داسې معلومیږی چې هغه دیوه(۱) پلان پراساس وژل شوی دی .
دغه راز دسعودی عربستان د تحقیقاتی ډلې مشر او لوی څارنوال سعود ال مجیب هم پرون د ترکیې له لوی څارنوال عرفان فدان سره پینځه څلویښت(۴۵) دقیقې کتنه وکړه او د ترکیې څارنوال د وژل شوی خبریال جمال خاشقجی د وژل کیدا روده په لومړی ځل په رسمی بیان کړه .
د سعودی عربستان او دترکیې د چارواکو ترمینځ د کتنې په وخت دتحقیق په وخت هم دغه خبره معلومه نشوه چې د جمال خاشقجی مړی چیرته وړل شوی دی .
له دې مخکې د ترکیې یوه(۱) چارواکی ویلی وو کیدای شی د جمال خاشقجی مړی ټوټی ټوټی کړی شوی وی او بیا په تیزابو سره سوځول شوی وی او د سعودی عربستان د کنسولګرۍ دننه په یوه ځاې کښې خ ښخ کړی شوی وی .
ویل کیږی چې د سعودی عربستان جمال خاشقجی دیمن دخلکو پرضد د ال سعود رژیم لخوا د کیمیاوی وسلو دحملو په اړه د تفصیلاتو دایشوا کولو نیت درلود ځکه خو ولیعهد محمد بن سلمان هغه وواژه .