دیمن په لویدیځی ساحل کې دسعودی تیریګرو یرغل ناکام شوی
داپّه داسې حال کې دی چې په تیرې یوې اونۍ کې د عربستان په مشرۍ د تش په نامه عربی ائیتلاف نهه بې پیلوټه الوتکې هم نسکورې شوی او دغه راز ډیرې مرګ ژوبلې هم ور آوښتی دی .
العالم ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ د یمن دپوځ ویندوی تورن جنرال یحی سریع نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئیلی ، په لویدیځی ساحل کې د المطار او او ورسره نزې دسیمو په جبهې کې د سعودی تیریګرو په ضد د یمن دپوځ په عملیاتو کې لږترلږه یو سل دیارلس تیریګر اوتالی څټی هلاک او کابو یوسل شپږ پنځوس نور ټپیان شوی دی .
سردار یحی سریع وئیلی دی ، په تیرو ۴۸ساعتونو کې دیمن پوځ او ولسی مبارزانو په یولړ عملیاتو کې د سعودی تیریګر ائیتلاف ځواکونه په شاتنبولی دی .
دیمن دپوځ دویندوی په وینا، د دفاع وزارت ،دپوځ لویه درستیزوالی او پوځی قوماندانان د جنګ په جبهو کې څارنه کوی او پوځ په بشپړ ډول تیارسی دی .
داپّه داسې حال کې دی چې په تیرې یوې اونۍ کې د عربستان په مشرۍ د تش په نامه عربی ائیتلاف نهه بې پیلوټه الوتکې هم نسکورې شوی او دغه راز ډیرې مرګ ژوبلې هم ور آوښتی دی .