له سوریې دامریکا وتل باید له سولې سره مرسته وکړی
-
دعراق حزب الله غورځنګ هم له سوریې وتل دامریکا د عسکرو لپاره ستراتیژیکه ماتي وبلله .
فارس خبری اژانس وایی دعراق ولسمشر برهم صالح د امریکا د باندنیو چارو له وزیر مایک پمپئوسره په ټیلی فونی خبرو کښې ټینګار وکړ عراق او سیمه د سوریې دکړکیچ دحل لپاره سیاسی لارې ته اړتیا لری .
هغه له سوریې د امریکا دعسکرو د ایستلو په اړه د واشنګټن فیصلې ته په اشارې سره وویل دغه فیصله باید دسوریې دخلکو حقوقو او په راتلونکی کښې دهغوې د فیصلو ترسره کولو ته داحترام پراساس د سولې له تحقق سره مرسته وکړی نه دا چې په سیمه کښې د نویو لاسوهنو او د تاوتریخوالی سریزه ووسی .
د عراق ولسمشر برهم صالح وویل دسوریې خلکو په هیواد کښې دترهګرو د شتون په دلیل درنه بیه ورکړی ده .
دغه راز دعراق حزب الله غورځنګ هم له سوریې وتل دامریکا د عسکرو لپاره ستراتیژیکه ماتی وبلله .
د عراق حزب الله غورځنګ په یوې(۱) بیانیې کښې له سوریې دامریکا دپوځیانو وتلو ته په اشارې سره وویل امریکا اراده لری د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو په مرستې سره په نورو سیمو کښې دداعش ډلې دشتون زمینه برابره کړی په داسې حال کښې چې دا یوه (۱) ماتی خوړلی هڅه ده .
دعراق حزب الله وویل امریکا په مینځنی ختیځ کښې په شتون سره په سیمه کښې د تکفیری ترهګرو ډلو د پیاوړی کیدا سبب شوی ده .