روسیه له سورئې دامریکا دوتلو فیصلې ته دشک په سترګه ګوری
د روسیې دغه ډیپلوماټ یادونه کړې ، په همداوروستیو کې په سورئې کې د حالاتو د سیاسی فضا دحل کولو په ډګر کې مهم ګامونه پورته شوی دی او د ملګروملتو د سرمنشی دځانګړی استازی په شتون سره دقزاقستان دپلازمینې آستانې دخبرواترو په چوکاټ کې د سولې ضمانت ورکونکو درو هیوادونو دخارجه وزیرانو ترمینځ ډیرې رغنده خبرې اترې شوی دی .
ایزوستیا خپرونې راپورو رکړی دی ، په ملګرو ملتو کې د روسیې دایمی استازی ګنادی ګاتیلوف په جینیوا کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی مشخصه نه ده چې له سورئې د امریکا دوتلو اعلان تر کومه اندازه رښتیا وی .
هغه وئیلی دی ، که له سورئې د امریکا پوځیان ووځی ، نوبې له شکه دا یو سم اقدام دی ، البته باید ولیدل شی ، چې دغه اعلان به ترکومه اندازه واقعیّت ولری .
ګاتیلوف وئیلی دی ،ا مریکاپه سورئې کې په غیر قاونی توګه شتون لری ، ځکه دغه شتون د ملګروملتو د امنیت شورا له فیصلط سره په تضاد کې دی او د سورئې د حکومتی چارواکو په رسمی بلنې سره هم نه دی ، نو په همدې دلیل له سورئې د هغوی وتل ، بایدله کوم شرط سره یو ځای نه وی ږ
د روسیې دغه ډیپلوماټ یادونه کړې ، په همداوروستیو کې په سورئې کې د حالاتو د سیاسی فضا دحل کولو په ډګر کې مهم ګامونه پورته شوی دی او د ملګروملتو د سرمنشی دځانګړی استازی په شتون سره دقزاقستان دپلازمینې آستانې دخبرواترو په چوکاټ کې د سولې ضمانت ورکونکو درو هیوادونو دخارجه وزیرانو ترمینځ ډیرې رغنده خبرې اترې شوی دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ له سورئې د امریکائی عسکرو دبیرته ګرځولو فیصله کړې ده .