یمنیان به تل د فلسطین د ولس ترڅنګ وي
د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو په غندلو سره ټینګار وکړ چې یمنیان به هم هغه شان د فلسطیني ولس ترڅنګ ولاړ وي.
د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو په غندلو سره ټینګار وکړ چې یمنیان به هم هغه شان د فلسطیني ولس ترڅنګ ولاړ وي.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر په دغه خبرپاڼه کښې هم داشان څرګنده کړه: د یمن ولس به د صهیونیسټانو له نیواکه د فلسطین د بشپړې آزادۍ لپاره د هغوي د مبارزې ملاتړ وکړي.
د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو او چورلکو او توپخانې د خالي له شپې راهیسې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې حملې پیل کړې دي چې له امله یې لسګونه فلسطینیان شهیدان او زخمي شوي دي.