د سوریې عسکرو د ترهګرو ټونل کشف کړی
-
دسوریې عسکرو په تیرو څو ورځو کښې د قلعه المضیق او کفرنبوده ستراتيژیک ښارګي له جبهه النصره ترهګرې ډلې ازاد کړي وو .
فارس خبری اژانس وایی د سوریې پوځ د حماه ولایت په شمال لویدیځ کښې په« ریف »سیمه کښې دداعش ترهګرې ډلې د یوه(۱) ټوڼل د کشفیدا خبر ورکړ .
دسوریې په حماه ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې په کشف شوی ټونل کښې ددغه ډلې دمشرانو کوټې او د وسلو او دمهماتو ګودامونه شته .
دغه ټونل پرون له پاتې ترهګرو د قلعه المضیق ښارګی د پاکولو د عملیاتو په وخت کشف شو .
د سوریې پوځ دغه راز د حماه ولایت په ریف سیمه کښې د څو کلیو د پلټولو په وخت یوشمیر هوانونه ، راکټونه ، او ګڼ شمیر وسلې او مهمات چې له ترهګرو پاتې وو کشف او ضبط کړل .
دسوریې عسکرو په تیرو څو ورځو کښې د قلعه المضیق او کفرنبوده ستراتیژیک ښارګی له جبهه النصره ترهګرې ډلې ازاد کړی وو .
دغه دوې(۲) سیمې په حماه ولایت کښې د جیش العزه او د جبهه النصره وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرو ډلو د ارتباط مهم مرکزونه وو .
ترهګر په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د سوریې په شمال کښې دادلب او په لویدیځ کښې د حماه ولایت په هستوګنو سیمو بریدونه کړی چې له کبله یې ګڼ شمیر ښاریز په تیره بیا ښځې او ماشومان وژل شوی او یا ژوبل شوی دی .