دسورئې پوځ د ترهه ګرو یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه
د ترهه ګرو له سپیرومنګولو څخه د سورئې دلازیاتو سیمو په آزادولو کې دسورئې دپوځ له بریالیتوبونو سره سره،تردې دمه ځینی ترهه ګرې ډلګۍ د سورئې په ځینو برخو کې شتون لری او هستوګنې سیمې وخت په وخت په نښه کوی او داپه داسې حال کې دی چې دترهه ګرو پټنځایونه اومورچلې زیاتره له هغو سیمو سره نزدې دی ، چې امریکائی پوځیان پکې شتون لری .
د سورئې پوځ په یوې خبرتیا کې وئیلی دی په حماه ولایت کې له یوه پوځی مرکز سره نزدې د النصره جبهې دتر هه ګرو یوه بې پیلوټه الوتکه ئې نسکوره کړې ده .
د سورئې پوځ له دې مخکې هم د حماه ولایت په شمالی سیمې کې په تل ملح کلی کې دالنصره جبهه یوه ډرون الوتکه چې چاودیدونکی توکی ئې وړل نسکوره کړې وه.
له النصره جبهې سره اړونده ترهه ګر د سورئې دپوځ او ولس په ضد پخپلو حملو کې له چاودیدونکو توکو ډکو ډرون الوتکو استفاده کوی .
د ترهه ګرو له سپیرومنګولو څخه د سورئې دلازیاتو سیمو په آزادولو کې دسورئې دپوځ له بریالیتوبونو سره سره،تر دې دمه ځینی ترهه ګرې ډلګۍ د سورئې په ځینو برخو کې شتون لری او هستوګنې سیمې وخت په وخت په نښه کوی او داپه داسې حال کې دی چې دترهه ګرو پټنځایونه اومورچلې زیاتره له هغو سیمو سره نزدې دی ، چې امریکائی پوځیان پکې شتون لری .