په تیرو شپږو میاشتو کښې ۱۶ فلسطیني ماشومان شهیدان شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83312-په_تیرو_شپږو_میاشتو_کښې_۱۶_فلسطیني_ماشومان_شهیدان_شوې_دي
صهیونیسټو پوځیانو په روان میلادي کال کښې تراوسه ۱۶ فلسطیني ماشومان شهیدان کړي او ۱۲۰۰ یې زخمي کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2019 12:13 Asia/Kabul
  • په تیرو شپږو میاشتو کښې ۱۶ فلسطیني ماشومان شهیدان شوې دي

صهیونیسټو پوځیانو په روان میلادي کال کښې تراوسه ۱۶ فلسطیني ماشومان شهیدان کړي او ۱۲۰۰ یې زخمي کړې دي.

میزان نومې د بشري حقوقو مرکز په یو رپورټ کښې ویلې دي چې د روان ۲۰۱۹ کال په وړومبۍ نیمايي کښې د غزې په تړانګه کښې ۱۶ فلسطیني ماشومان د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله شهیدان شوې دي.

د میزان په نامه د بشري حقوقو د مرکز د رپورټ له مخې، په تیرو شپږو میاشتو کښې د دغو شپاړسو ماشومانو پر شهادت سربیره څه باندې ۱ زر او ۲۰۰ نور ماشومان هم د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو کښې زخمي شوې دي.

اسرائیلي پوځیانو په دغې مودې کښې ۱۷ تنه فلسطیني ماشومان نیولي او زنداني کړې دي.