ظریف د سویډن له خارجه وزیرې سره وکتل
(last modified Tue, 20 Aug 2019 11:45:04 GMT )
Aug 20, 2019 16:15 Asia/Kabul
  • ظریف د سویډن له خارجه وزیرې سره وکتل

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر نن سهار له اروپايي چارواکو سره د سلامشورو په دوام کښې د سویډن له خارجه وزیرې سره ملاقات وکړ.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې پرون مازیګر د سویډن پلازمینې سټاکهلم ته رسیدلی، د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن مارګوټ والسټروم سره په ملاقات کښې د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په تیره بیا د ایټمي موافقې د ساتنې او د اینسټکس د کارکردګۍ د څرنګوالي په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د سویډن د سوداګرۍ له وزیرې آن لینده Ann Linde، د دغه هیواد له وزیراعظم کارل بیلټ Carl Bildt او په ایران کښې د نیول شوې انګلیسي کشتۍ له مالک اریک هونل سره لیده کاته، نن په ستاکهلم کښې د ښاغلي ظریف نور پروګرامونه دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکښې فن لینډ ته په تګ سره د دغه هیواد له چارواکو سره کتلې وو او له اروپايي چارواکو سره د سلامشورو په دوام کښې نیت لري چې ورپسې ناروی او بیا فرانسې ته لاړ شي.

 

ټیګونه