عربستان باید د متحده عربی اماراتو له ائتلافه ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84143-عربستان_باید_د_متحده_عربی_اماراتو_له_ائتلافه_ووځی
ایرنا خبری اژانس وایی د یمن استعفا شوی حکومت دیمن پرضد د سعودی عربستان له ائتلاف څخه د متحده عربی اماراتو د وتلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړیوالو محکمو او ادارو ته به دابوظهبۍ پرضد شکایت وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2019 02:08 Asia/Kabul
  • د یمن دجنوب انتقالي شورا د ابوظهبۍ د استخباراتو په کوټه کښې زیږیدلي ده .
    د یمن دجنوب انتقالي شورا د ابوظهبۍ د استخباراتو په کوټه کښې زیږیدلي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د یمن استعفا شوی حکومت دیمن پرضد د سعودی عربستان له ائتلاف څخه د متحده عربی اماراتو د وتلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړیوالو محکمو او ادارو ته به دابوظهبۍ پرضد شکایت وکړی .

د یمن د استعفا شوی حکومت د ټرانسپورټ وزیر «صالح الجبوانی  له سپوتینک خبری اژانس سره په مرکه  کښې وویل دیمن په جنوب  کښې په عدن سیمه کښې د تاوتریخجنو پیښو بشپړه مسولیت د متحده عربی اماراتو پرغاړه دی .

له تیرو څو ورځو راهسې دیمن په جنوب کښې د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو تر ملاتړې لاندې د وسله والو ډلو ترمینځ جنګونه زیات شوی دی او له کبله یې ګڼ شمیر کسان وژل شوی هم دی .

صالح الجبوانی وویل د یمن دجنوب انتقالی شورا د ابوظهبۍ د استخباراتو په کوټه کښې زیږیدلی ده او له دې کبله هغه  د متحده عربی اماراتو یو(۱) ارګان دی .

دغه راز دیمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام وویل دیمن په فضا کښې د امریکا د الوتکو الوتونه دیوه(۱) خپلواکه هیواد د واکمنۍ په خلاف ورزۍ کښې عملی ګډون دی .

هغه وویل امریکا دخپلوکارو پایلوته متوجه نه ده .