دسوریې پوځ د ادلب د ازادولو اراده لری
-
په خان شیخون کنټرول د سوریې دپوځ د عملیاتو لومړنی(۱) پړاو دی او دوهم(۲) پړاو هم په «معره النعمان» سیمې کنټرول ترلاسه کول دي .
الوطن ورځپاڼې راپور ورکړ دخان شیخون د ستراتیژیک ښار په شمول دحماه په شمال کښې د ازادو شویو سیمو د پاکونې له عملیاتو سره په یووخت دغه سیمې او د ادلب جنوب ته د تجهیزاتو د استولو بهیر چې دترهګرو ترنیواک لاندې دی له سره پیل شو .
د سوریې پوځ ته اړونده یوې (۱) پوځی سرچینې د حکومتی عسکرو د راتلونکو عملیاتو په هکله په توضیح ورکولو سره وویل پوځ د خان شیخون د شمال ختیځ په اته (۸)کلومیټرۍ کښې د التمانعه ښارګی د پاکولو لپاره بشپړه چمتووالی لری.
دسوریې دغه پوځی سرچینې دعملیاتو دپیلولو د وخت په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل د التمانعه د پاکونې پلان چمتو شوی او حکومتی عسکر د عملیاتو دپیلولو لپاره دحکم په تمه دی .
له دې سره په یووخت د سوریې د ازاد پوځ په نوم ډلې ته د اړونده« الجبهه الوطنیه للتحریر» د ترهګر ائتلاف پوځی مسول «قتیبه البکری» هم د ادلب ولایت په جنوب کښې په عطشان او سکیک سیمو کښې دپوځ د جاسوسۍ دهیلی کوپټرونو الوتونو ته په اشارې سره دغو سیمو ته د پوځ د عسکرو ، وسلو او دتجهیزاتو د استول کیدا خبر ورکړ .
د جیش العزه ترهګرې ډلې پخوانی مشر سامر الصالح چې په جبهه الوطنیه ائتلاف کښې په موجودو ډلو کښې ګڼل کیدله وویل په خان شیخون کنټرول د سوریې دپوځ د عملیاتو لومړنی(۱) پړاو دی او دوهم(۲) پړاو هم په «معره النعمان» سیمې کنټرول ترلاسه کول دی .