د ارامکو شرکت له مشرۍ د خالد الفالح د لیرې کولوعلت :-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84405-د_ارامکو_شرکت_له_مشرۍ_د_خالد_الفالح_د_لیرې_کولوعلت
د سعودی عربستان حکومت وړمه شپه خالد الفالح د ارامکو دتیلو دشرکت له مشرۍ څخه لیرې کړ او د عمومی پانګونې د صندوق مشر یاسر الرمیان یې دهغه ځای ناستی کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 04, 2019 06:28 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان دتیلو د ارامکو شرکت مشر خالد الفالح له ولیعهد محمد بن سلمان سره جدي اختلافات پیدا شوي وو .
    د سعودي عربستان دتیلو د ارامکو شرکت مشر خالد الفالح له ولیعهد محمد بن سلمان سره جدي اختلافات پیدا شوي وو .

د سعودی عربستان حکومت وړمه شپه خالد الفالح د ارامکو دتیلو دشرکت له مشرۍ څخه لیرې کړ او د عمومی پانګونې د صندوق مشر یاسر الرمیان یې دهغه ځای ناستی کړ .

د خالد الفالح له کاره لیرې کول په سعودی عربستان کښې د جوړښتی بدلونونو له کبله دی  او دغه راز د ارامکو دتیلو د شرکت د سپارلو په هکله د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره دهغه(خالد الفالح) د اختلافاتو له کبله دی .

د جوړښت له پلوه سعودی عربستان څه موده مخکې د انرژۍ د صنعت او د معدن وزارت له یوبل څخه جلا کړ او هغه یې  په دوو(۲)وزارتونو وویشه .

خالد الفالح چې د انرژۍ د صنعت او د معدن وزیر وو د انرژۍ د وزیر په توګه پاتې شو خو د صنعت او د معدن د برخو په جلا کیدا سره د هغه(خالد الفالح ) اختیارات کم شول .

د یوه (۱) نوی وزارت په جوړیدا سره د ارامکو دتیلو شرکت هم د سعودی عربستان دانرژۍ له وزارت څخه جلا شو .

په عین حال کښې د سعودی عربستان دتیلو د ارامکو شرکت مشر خالد الفالح له ولیعهد محمد بن سلمان سره جدی اختلافات پیدا شوی وو .

محمد بن سلمان د سعودی عربستان د دوه زره دیرشم(۲۰۳۰) میلادی کال د سند اصلی پلانونکی دی او د تیلو د ارامکو شرکت د ځینو ونډو سپارل هم ددغه سند اصلی رکن ګڼل کیږی .

سره له دې خالد الفالح چې د تیلو د ارامکو شرکت مشرۍ یې پرغاړه درلودله د نوموړی شرکت د سپارلو مخالف وو .

د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې په تیرو کلونو کښې  یې ثابته کړه هر هغه کس به  چې دده د ایډیاګانو او تفکرونو خلاف وی حذف کړی دا ځل  د خالد الفالح د حذفولو اقدام وکړ داپه داسې حال کښې چې یوازې څلور(۴) کاله کیږی چې خالد الفالح د تیلو د ارامکو شرکت د مدیره پلاوی مشرۍ پرغاړه لری .

خالد الفالح د ۲۰۱۵ میلادی کال په می میاشتې کښې د تیلو د ارامکو شرکت د مدیره پلاوی د مشر په توګه غوره شوی وو .

د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د خالد الفالح د اختلاف یو(۱)مورد دا وو چې هغه د ارامکو شرکت د ونډو د لومړی(۱) عمومی ځاې په توګه د امریکا دنیویارک په هکله شک  درلود خو ولیعهد د نیویارک د وڼدو له بازار سره مینه لری او غواړی د ارامکو د تیلو دشرکت د ونډو لومړنی وړاندې کیدل د نیویارک دونډو له بازار څخه پیل شی .

د اختلاف وړ بل مورد دا وو چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د بهرنۍ پانګې جذبول خپل یو(۱) اصلی لومړیتوب ګڼی خو په تیرو څو کلونو کښې بهرنۍ پانګه نه ده جذب شوی .

دامریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په دې هکله د سعودی عربستان دکورنیو سرچینو په قول ولیکل د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان خالد الفالح د بهرنۍ پانګې د جذبیدا دکمیدا مسول ګڼی .

په حقیقت کښې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د بهرنۍ پانګې د جذبیدا کمیدا د عربستان د اقتصاد د اصلاح او غیر تیلی اقتصاد ته د مخه دکولو او په تیلو باندې د عربستان د اقتصاد د اړوندوالی د کمولو د سیاست د ماتی په معنا ګڼی  او خالد الفالح هم ددغه شکست مسول بولی  .

خو داسې نه ښکاری چې دخالد الفالح څنګ کول په عربستان کښې د بهرنۍ پانګې د جذبیدا دزیاتیدا سبب شی ځکه چې د بهرنۍ پانګې د جذبیدا کمیدل له دې زیات چې د ارامکو دتیلو دشرکت د سپارلو په هکله داختلافاتو په وجه وی د عربستان د شاهزادګانو دنیولو په شمول د کورنیو تاوتریخوالو د زیاتیدا ، په مینځنی ختیځ کښې د محمد بن سلمان د جنګ غواړو سیاستونو او دسعودی  عربستان د امنیت د کمیدا له کبله دی .