د داعش ګڼ شمیر غړی عراق ته ورغلل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86513-د_داعش_ګڼ_شمیر_غړی_عراق_ته_ورغلل
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د عراق د الحشد الشعبی ځواک د څلورڅلویښتمې (۴۴) فرقې قومندان حمید الیاسری وویل د داعش غړی په ښکاره او ازادۍ سره د امریکا د ائتلاف په څارنې سره له سوریې څخه عراق ته ورځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2019 09:57 Asia/Kabul
  • د داعش ګڼ شمیر غړی عراق ته ورغلل

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د عراق د الحشد الشعبی ځواک د څلورڅلویښتمې (۴۴) فرقې قومندان حمید الیاسری وویل د داعش غړی په ښکاره او ازادۍ سره د امریکا د ائتلاف په څارنې سره له سوریې څخه عراق ته ورځی .

هغه نن وویل د الحشد الشعبی ځواک سرچینې چې په سرحدونو کښې شتون لری له سوریې څخه عراق ته د داعش ډلې د غړو په ښکاره ډول د ورتلو او نفوذ خبر ورکوی .

د داعش غړی له معلومو لارو څخه عراق ته ورځی .

د عراق د الحشد الشعبی ځواک دغه قومندان حمید الیاسری ډاګینه کړه د موجودو اطلاعاتو پراساس څه موده مخکې څه دپاسه یوسل پنځوس (۵۰) ترهګر عراق ته ورننوتل او سنجار ته نږدې سیمو ته ورغلل .

د سوریې سرچینو هم پرون وویل د امریکا پوځیانو د داعش ترهګرې ډلې درې سوه(۳۰۰) کورنۍ دسوریې په شمال ختیځ کښې د حسکه  په جنوب ختیځ کښې له الهول کیمپ څخه عراق ته انتقالې کړې .

د امریکا پوځیان تل د داعش ترهګرې ډلې ملاتړ کوی او په داسې موقعو کښې چې هغوې د عراق او د سوریې د پوځ لخوا کلابند کیږی نو په هیلی کوپټرونو کښې یې امن سیمو ته بیایی .