یمن به د سعودی عربستان رژیم ته سخت ځواب ورکړی
تسنیم خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون ټینګار وکړ د هیواد د مظلوم ملت پرضد د سعودی عربستان جنایتونو ته به ضرور ځواب ورکړل شی .
هغه ډاګینه کړه د یمن خلک به د سعودی عربستان د رژیم جنایتونو او حملو ته سخت او دردونکی ځواب ورکړی .
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د صعده ولایت په منبه ښار کښې په الرقو بازار باندې حملې کښې د سعودی عربستان د ائتلاف نوی جنایت ته په اشارې سره وویل عربستان باید د یمن د پریکنده ځواب په تمه ووسی .
په تیرې سه شنبې ورځ د یمن په الرقو بازار باندې د سعودی عربستان د ائتلاف د توپونو په حملو کښې کابو اته دیرش (۳۰۰۰۰) کسان مړه او ژوبل شوی وو .
د سعودی عربستان لخوا دیمن پرضد حملو او جنایتونو کښې تراوسه د دغه هیواد څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوی او دغه هیواد یې د خوراکی موادو او د درملو له کمښت سره هم مخ کړی دی .