عربستان د صعده ولایت ۵۰۰ ښاریز مړه او ژوبل کړی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د بشری حقوقو یوه (۱)مرکز پرون په تیر میلادی کال کښې د یمن په صعده ولایت باندې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف په بریدونو کښې د دغه ولایت د څه دپاسه پینځه سوه (۵۰۰) وسیدونکو د وژل کیدا او د ژوبلیدا خبر ورکړ .
د یمن په صعده ولایت کښې د بشری حقوقو دفتر په یوه (۱) راپور کښې وویل په دغه ولایت د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف د تیر میلادی کال په حملو کښې کابو یوسل پنځوس (۱۵۰) کسان شهیدان او درې سوه دوه شپیته (۳۶۲) نور ژوبل شوی هم دی .
په دغو وژل شویو کسانو کښې څلرویشت (۲۴) ماشومان او اوه (۷) هم ښځې دی .
په یمن د سعودی عربستان په تیر میلادی کال حملو کښې دغه راز څلورسوه اولسو(۴۱۷) هستوګنه ودانیو ، دریو(۳) حکومتی مرکزونو ، یوه(۱) روغتیایی مرکز ، دریو(۳) ښوونځیو، نهو (۹) پلونو، شپږو (۶) ارتباطی چینلونو او د خرید شپږو (۶) مرکزونو ته تاوانونه رسیدلی دی .
د سعودی عربستان پوځی تیریو د یمن بې وزله هیواد د خوراکی موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .