امریکا عراق ته د وسلو ورکول بند کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87585-امریکا_عراق_ته_د_وسلو_ورکول_بند_کړل
زمونږ خبریال وايي د امریکا حکومت عراق ته د ایف شپاړس جنګي الوتکو د پوځي ملاتړ په شمول د وسلو ورکول بند کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2020 12:55 Asia/Kabul
  • امریکا  عراق ته د وسلو ورکول بند کړل

زمونږ خبریال وايي د امریکا حکومت عراق ته د ایف شپاړس جنګي الوتکو د پوځي ملاتړ په شمول د وسلو ورکول بند کړل .

د امریکا حکومت د سایډ وینډر او ماوریک توغندیو او د نورو وسلو په شان د تجهیزاتو  سپارل چې د عراق د ایف شپاړس جنګي الوتکو  د نوي ډلې لپاره ضروري دي عراق ته ورکول بند کړل .

د امریکا د هوايي ځواک ویاند براین بریکنز  د واشنګټن دغه اقدام په عراق کښې په امنیتي حالت اندیښنه بیان  کړي ده .

د ایران د اسلامي انقلاب  د سپاه پاسداران ځواک دقومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کښې د امریکا د عسکرو جنایتکاره اقدام په عراق کښې د امریکا د پوځیانو دشتون لپاره شرایط غیر مکمن کړي دي .

د عراق پارلمان له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو غوښتنه کړي ده .