د فلسطین دمظلوم ملت د ملاتړ لپاره پخپلو ژمنو عمل کوو
هغه څه چې د صهونیسټي دښمن په وړاندې دتسلیمیدو او د اړیکو د عادي ولو په باب ئې وینو ، د مونږ دامت حقیقي تصویر نه دی ، مونږ نن سبا له بل هروخته زیات د مقاومت دچورلیز د هیوادونو ترمینځ د ا تحاد د ایمان ، صبراو اخلاص،په سیوري کې د قدس او د هغه آزادولو ته نزدې شوي یوو.
المینار خبری چینل راپور ورکړی ، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې وئيلي دي ، مونږ د : قدس د شهیدانو لاره ده : په شعار سره دغه ورځ لمانځو او اعلان کوو چې د پرګنیزو او مذهبی ، توکمیزو اوسیاسی معیارونو په اساس د مونږ د کمزوري کولو او د مونږ تر مینځ داختلاف د رامینځةکولو لپاره درستې فتنې او دسیسې ناکامې شوي دي .
سید حسن نصر ا ... زیاته کړې ،د قدس ورځ سږکال د صهیونیسټي دښمن په وړاندې د لبنان د آزادولو او شلمې کلیزې او د آزادۍ له اختبر سره په یووخت رارسیدلې ده او مونږ ټينګار کوو چې د فلسطین د مظلوم ملت دملاتړ لپاره پخپلو ژمنو کلک ولاړ یوو .
هغه ټينګار کړی ،که څه هم چې ګواښونو ،جنګونو ،دسیسې او دباؤنه زیات کړي دي ،، خو مونږ به په دغې لارې کې ثابت قدم وو او پخپلو وینو سره به په لومړنیو جبهو کې حاضر وو .
دلبنا ن د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي وئيلي دي ، هغه څه چې دصهونیسټي دښمن په وړاندې دتسلیمیدو او د اړیکو د عادي ولو په باب ئې وینو ، د مونږ دامت حقیقي تصویر نه دی ، مونږ نن سبا له بل هروخته زیات د مقاومت دچورلیز د هیوادونو ترمینځ د ا تحاد د ایمان ، صبراو اخلاص،په سیوري کې د قدس او د هغه آزادولو ته نزدې شوي یوو.
همداراز د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي یوه لوړپوړی مسئول محمود الزهار هم وئيلي دي ، د سردار قاسم شلیماني په شهادت سره د مقاومت مبارزه به هیڅکله هم ونه دریږي او فلسطینان دوه اویا کاله کیږي ، چې داسرائيلو په نامې سره له منحوس ویروس سره مخامخ دي . هغه د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت پخپل ویډیو ئي پیغام کې په قدس او لویدیځي غاړې کې د اسرائيلو نیواکګري په فلسطینانو کې د کرونا ویروس دخوریدا علت وبالۀ او پر درستو مسلمانانو او د مقاومت په درستو ډلو ئې غږ کړی ،ددغه منحوس رژيم د جرړه ایستلو لپاره دې سره متحد شي .. هغه ددې خبرې په کولو سره چې دفلسطین موضوع له یوه کس یا ګوند سره اړونده نه ده ، بلکې له یوه فکر اوعقیدې سره اړه لري ،له نیواکګر او وحشي صهیونیسټي رژيم سره ئې د اړیکو دعادي کولو لپاره دځينو هیوادونو اقداماتو باندې سختې نیوکې وکړې او ووئيل ، دغه ډول هڅې عادي کول نه دي ، بلکې له اسلام سره خیانت دی .
همدرااز د یمن د انصار ا..ولسی غورځنګ رهبر عبدامالک الحوثي هم د قدس دنړیوالې ورځې په د رشل کې پخپلې وینا کې وئیلی دي ،ډ سردار قاسم سلیمان ي دترور اصلی علت له صهیونیسټانو سره په مبارزې کې د هغه رول ؤ او دقدس نړیواله ورځ یو مهم مناسبت دی ، ددې لپاره چې اسلامی امت ته د د وي لومړنی مسئولیّت یعني د فلسطین آ ئيډیّل وریادوي او دفلسطین د آزادۍ او دفلسطین د ملت دمقدساتو اونجات دبیرته اخستو لپاره یو فرصت برابروي .
دیمن دانصار ا... غورځنګ رهبر ټينګار کړی ،دیمن ملت په ښکاره اعلان کړی دی ، دفلسطین دملت ، د اسلامی امت دپتمنو او د الاقصی جومات د ملاتړ ترڅنګ ولاړ دی او دا یوه دیني ، اخلاقي او انساني دنده ده .