د عراق ولسي ځواک د داعش تر ټولو ستر پټنځاي ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90405-د_عراق_ولسي_ځواک_د_داعش_تر_ټولو_ستر_پټنځاي_ونیوه
زمونږ خبریال وايي د عراق د الحشد الشعبي ځواکونو په دیاله ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې ډلې ترټولو ستر پټنځای ځای ونیوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 10:55 Asia/Kabul
  • د عراق ولسي ځواک د داعش تر ټولو ستر پټنځاي ونیوه

زمونږ خبریال وايي د عراق د الحشد الشعبي ځواکونو په دیاله ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې ډلې ترټولو ستر پټنځای ځای ونیوه .

د عراق په دیاله ولایت کښې د الحشد الشعبي ولسي ځواک د اطلاعاتو د رسولو مسول صادق الحسیني نن شفق نیوز خبري سایټ سره په مرکه کښې وویل الحشد الشعي ځواکونه د جنګي الوتکو او د امنیتي ځواکونو په ملاتړ سره په ځانګړیو او وارمخکې عملیاتو کښې بریالي شول د حمرین سیند په خوا کښې د داعش ترهګرې ډلې څو پټنځایونه تر کنټرول لاندې ورولي .

الحسیني دې ته په اشارې سره چې امنیتي ځواکونه له تیرو پینځلسو (۱۵) کلونو راهسې نه وو توانیدلي د داعش ډلې دغو پټنځایونو ته ورننوځي وویل په دغو پټڼځایونو کښې د بمونو د جوړولو څو کارخانې او مرکزونه شته .

د عراق خبري سرچینو دغه راز وویل حکومتي عسکرو او الحشد الشعبي ولسي ځواکونو په هوايي ملاتړ سره په الانبار ولایت کښې د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې یو(۱) پټنځای کشف کړ او هغه یې له ترهګرو پاک کړ .