په یمن کې انساني وضعیّت تر بوږنونکي حده رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91357-په_یمن_کې_انساني_وضعیّت_تر_بوږنونکي_حده_رسیدلی_دی
د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف دجنګ د خطرناکو پایلو ترڅنګ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خوریدا، دیمن په یوه ترټولو ستر چیلنج بدله شوې ده ، ځکه چې ددغه هیواد روغتیائي اوروغتوني بیخ بینائي تاسیسات او کلینیکونه تباه شوي اوله کاره لویدلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2020 00:46 Asia/Kabul
  • په یمن کې انساني وضعیّت تر بوږنونکي حده رسیدلی دی

د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف دجنګ د خطرناکو پایلو ترڅنګ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خوریدا، دیمن په یوه ترټولو ستر چیلنج بدله شوې ده ، ځکه چې ددغه هیواد روغتیائي اوروغتوني بیخ بینائي تاسیسات او کلینیکونه تباه شوي اوله کاره لویدلي دي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ په یمن کې د ملګروملتو د انساني چارو غږملونکي لیز ګرانډي  په   یمن کې د خوراکی موادو سخت کمښت او په دغه هیواد کې د کرونا ویروس  خوریدا ته په اشارې سره وئیلي دي  ملګري ملتونه  له  هغې غمیزې سره د مقابلې لپاره  چې   دیمن  ولس ګواښي  ، کافی  سرچینې نه لري .

 د ملګروملتو داعلان په اساس،یمن په نړۍ کې  له ترټولو ستر اوبوږنونکي انساني بحران سره لاس اوګریوان دی .همدااوس  دیمن د نهه ویشت میلیون نفوسوڅخه اتیا فی صدي برخه د ژوند د دوام لپاره  سملاسی  مرستو ته اړتیا لري .

Image Caption

 

د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف دجنګ د خطرناکو پایلو ترڅنګ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خوریدا، دیمن  په یوه ترټولو سترچیلنج بدله شوې ده،ځکه چې ددغه هیواد روغتیائي اوروغتوني بیخ بینائي تاسیسات او کلینیکونه  تباه شوي  اوله کاره لویدلي دي . 

خو دا په تش په نامه سعودي عربستان دی چې د اسلامي نړۍ  د بیرغوال  ادعا هم کوي هماغه راز د امریکا او صهیونیسټ رژيم په شنو اشارو سره ئې دیمن د بې څوکه اومظلومو مسلمانانو په ضد ئې  ددغه هیواد بشبړ کلابندۍ او بې آمانه بمباریو ته دوام ورکړی دی .