په یمن د سعودي عربستان حملې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91564-په_یمن_د_سعودي_عربستان_حملې_دوام_لري
المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د یمن په بیلابیلو سیمو بمبارې وکړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 18, 2020 11:29 Asia/Kabul
  • په یمن د سعودي عربستان حملې دوام لري

المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د یمن په بیلابیلو سیمو بمبارې وکړې .

د یمن په مارب ، حجه ، الجوف او البیضا ولایتونو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د  جنګي الوتکو په حملو کښې ګڼ شمیر کورونه او بیخ بنایانې تباه شوې .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف پرون هم د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو حملو سره په هیواد کښې څه د پاسه یوسل پینځلس (۱۱۵) ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .

په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف دغه هوايي بریدونه په داسې حال کښې دوام لري چې  انصار الله غورځنګ څه موده مخکې ویلي وو په الجوف ولایت باندې د عربستان د جنګي الوتکو په حملې کښې د څو ښځو او د ماشومانو په شمول یودیرش (۳۱) ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي .

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو یعني د امریکا ، د متحده عربي اماراتو، اردن ، اسرائیلو او د انګلستان جنګ غوښتنې د دغه هیواد د څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسانو د وژل کیدا ، د لسګونو زرو نورو د ژوبلیدا او د میلیونو خلکو د کډوالیدا سبب شوي دي .