د سوریې ۳۳فیصده خلکو په انتخاباتو کښې ګډون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91659-د_سوریې_۳۳فیصده_خلکو_په_انتخاباتو_کښې_ګډون_وکړ
زمونږ خبریال وايي د سوریې د انتخاباتو ستر کمیسیون د هیواد د پارلمان په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه څه د پاسه درې دیرش (۳۳) فیصده اعلان کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2020 10:02 Asia/Kabul
  • د سوریې ۳۳فیصده خلکو په انتخاباتو کښې ګډون وکړ

زمونږ خبریال وايي د سوریې د انتخاباتو ستر کمیسیون د هیواد د پارلمان په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه څه د پاسه درې دیرش (۳۳) فیصده اعلان کړه .

د سوریې د انتخاباتو د ستر کمیسیون مشر سامر زمریق وویل شپږ میلیونه او دوه لکه څلورویشت زره او شپږ سوه اته اویا کسانو یعني درې دیرش (۳۳) اعشاریه اولس(۱۷) فیصده خلکو د پارلمان په انتخاباتو کښې ګډون  وکړ .

هغه وویل د سوریې د انتخاباتو ستر کمیسیون فیصله وکړه په دیرالزور ، حلب او د حلب په خوا کښې د رایو په پینځو (۵)مرکزونو کښې د رایو د پاڼو د ډیریدا په علت یوځل بیا په دغو مرکزونو کښې انتخابات ترسره کړي .

د انتخاباتو د پایلو پراساس د سوریې د بعث واکمن ګوند« ملي وحدت» فهرست ترټولو زیاتې رایې ګټلي دي .

د سوریې د پارلمان په انتخاباتو کښې د دوه سوه (۲۰۰) ښځو په شمول شپاړس سوه شپږ پنځوسو (۱۶۵۶) کاندیدانو د پارلمان د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره له یوبل سره سیالۍ وکړه .