عربي هیوادونه دې له اسراةیلو سره له اړیکوځان وغړوي
په وروستیو میاشتو کې دسیمې ځيني عرب رژيمونه په تیره بیا آل سعود رژيم ،بحرین او متحده عربی اماراتو له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو د عادي کولو بهیر تیز کړی دی .
القدس خبری آژانس راپور ورکړی،د فلسطین مبارزو ډلو ددې خبرې په کولو سره چې له صهونیسټي رژيم سره د ځینو عربو هیوادونو داړیکو عادي کول د فلسطین له ملت سره خیانت دی ، له اسرائيلو سره ئې د اړیکو له عادي کولو سره د مبارزې لپاره د فلسطین د ملی ائيتلاف دجوړولو غوښتنه کړې ده .
د فلسطین د اسلامی مقاومت د غورځنګ حماس دسیاسی دفتر د رسندوئي سلاکار ظاهر النونو په وینا ، ځیني عرب هیوادونه د قدس دنیواکګر رژيم ته درواوالي د ورکولو لپاره هڅې کوي .
په وروستیو میاشتو کې دسیمې ځيني عرب رژيمونه په تیره بیا آل سعود رژيم ،بحرین او متحده عربی اماراتو له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو د عادي کولو بهیر تیز کړی دی .
له صهونیسټ رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره ددغو هیوادونو هڅه په داسې حال کې ده چې دغه رژيم د فلسطنیانو پرځپلوسربیره ،په ډيروعربو او اسلامی سیمو کې ډير زیات غیرانساني او وحشي جنایتونه کړي دي .