وحشی صهیونیسټي رژيم د سیمې تر ټولو مهم ګواښ دی .
(last modified Fri, 21 Aug 2020 02:06:18 GMT )
Aug 21, 2020 06:36 Asia/Kabul
  • وحشی صهیونیسټي رژيم د سیمې تر ټولو مهم  ګواښ دی .

سید حسن نصر ا.... د امریکا حکومت یو توکمپال او وحشي رژيم بللی او ټينګار ئې کړی دی ، د امریکا حکومت دظلم اوتوکمپالنې پر بنسټونو ولاړ دی .

فار س خبری اژانس راپورورکړی ، د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ عمومی منشي  سید حسن نصر ا... بیګا د محرم دمیاشتې   د رارسیدو په مناسبت پخپلې  وینا کې د لبنان ولس او درست مسلمانان د صهونیسټ جعلي رژيم د رامینځةکیدا د څرنګوالي او تاریخ په دقیق ډ ول  لوستلو ته بللي او وئيلی ئې دي ،  دفلسطین د تاریخ  او د  هغو تیریګرو دتاریخ پیژندګلوي  چې  د فلسطین په ټاټوبي ئې خپله  نجسه پښه کیښودلي ، له وحشي او تیریګر صهیونیسټي دښمن سره  دمقابلې لازمه ده .

  حسن نصر ا... په دوا کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  د  امریکا او صهیونیسټ رژيم  دوجودي ماهیّت له نظره  د د وي ترمینځ فرق نشي کولی ، زیاته کړې ده ،  امریکا دنړۍ  دملتو نو دتر ټولو ستر  چیلنج او د نړیوالې سولې اوا منیت  ترټولو ستر ګواښ دی .

 سید حسن نصر ا....  د امریکا حکومت یو توکمپال او وحشي رژيم  بللی او ټينګار ئې کړی دی ،  د  امریکا حکومت  دظلم اوتوکمپالنې پر بنسټونو ولاړ دی .  د لبنا ن  د حزب ا... غورځنګ  عمومی منشي  انګریز حکومت هم  د صهیونیسټانو نوکر او غلام  ح کومت بللی  او وئیلي ئې دي ،  لندن ځان  دصهونیسټانو  داستعماري  موخو دپوره کولو لپاره وقف کړی دی .  هغه همداراز د محرم د میاشتې او د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام  د غم اوویر شپو ورځو   رارسیدا ته په اشارې سره  وئيلی دي ، هغه کسان چې  دکربلا حماسه ئې راپنځولې ده ، تر دې دمه د مونږ لپاره ستره بیلګه  او لارښونکي حماسه ده .

 

ټیګونه