د متحده عربي اماراتو عسکرو یوشمیر کسان نیولي
فارس خبري اژانس وايي د متحده عربي اماراتو تر ملاتړ لاندې د جنوب انتقالي شورا ته اړونده ځواکونو د یمن په سقطری (Socotra or Soqotra)جزیرې کښې د اماراتو په پوځي شتون باندې د اعتراض کونکو په پراخه سویه نیول پیل کړي دي .
د یمن په سقطری جزیرې کښې د متحده عربي اماراتو د عسکرو د شتون پرضد د دغه سیمې د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو د ځايي ادارو د مشرانو په شمول ګڼ شمیر اعتراض کونکي نیولي دي .
د یمن په سقطری ولایت کښې د قلنسیه سیمې خلکو په تیرې دوشنبې ورځ په دغه سیمه کښې د متحده عربي اماراتو د شتون پرضد مظاهرې وکړې او د شعارونو په ورکولو سره یې د ځايي ادارو تر مشرۍ لاندې د حکومتي ادارو د احیا کولو او د حکومتي مرکزونو د بیرته لاس ته راوړلواو د متحده عربي اماراتو تر ملاتړ لاندې د عسکرو د ایستلو غوښتنه یې وکړه .
له بلې خوا د یمن په جنوب کښې د نښتو په دوام کښې د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو د سعودي عربستان تر ملاتړې لاندې د استعفا شوي ولسمشر منصور هادي ته په اړونده پوځيانو برید وکړ چې له کبله یې یوشمیر ګوډاګیان چې قومندانان هم پکښې شامل دي وژل شوي دي .