متحده عربي اماراتو په یمن کښې نوي خوځښتونه پیل کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92924-متحده_عربي_اماراتو_په_یمن_کښې_نوي_خوځښتونه_پیل_کړي_دي
زمونږ خبریال وايي متحده عربي اماراتو ته اړونده د یمن د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو د ابین ولایت په جنګونو کښې د بریالیتوب لپاره دغه ولایت ته نور ځواکونه او تجهیزات استولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2020 09:48 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو په یمن کښې نوي خوځښتونه پیل کړي دي

زمونږ خبریال وايي متحده عربي اماراتو ته اړونده د یمن د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو د ابین ولایت په جنګونو کښې د بریالیتوب لپاره دغه ولایت ته نور ځواکونه او تجهیزات استولي دي .

د متحده عربي اماراتو ځواکونو نن د سرو لیوانو په نوم خارجي او ځايي ګوډاګیان د یمن په ابین ولایت کښې «شقره» لومړۍ کرښې ته استولي دي چې د هرې ورځې د نښتو بهیر د جنوب د  انتقالي شورا په ګټه بدل کړي او شبوه ولایت ته د دغو ځواکونو د ورتلو سریزه هم برابره کړي .

د ریاض په نوم د موافقې د اجرا لپاره د سعودي عربستان له هڅې او په دې زمینه کښې له نوي سازوکار سره سره د یمن په جنوب کښې د عربستان ترملاتړ لاندې د استعفا شوي حکومت د ځواکونو او د متحده عربي اماراتو تر حمایت لاندې د یمن د جنوب د انتقالي شورا د پوځیانو ترمینځ جنګونه اوس هم دوام لري .