سعودي جنګي الوتکو د يمن شمال بمباري کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93392-سعودي_جنګي_الوتکو_د_يمن_شمال_بمباري_کړ
د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو د يمن د شمال د الجوف صوبې ځينې سيمې بمباري کړې.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 07, 2020 02:20 Asia/Kabul
  • سعودي جنګي الوتکو د يمن شمال بمباري کړ

د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو د يمن د شمال د الجوف صوبې ځينې سيمې بمباري کړې.

العهد خبري سائيټ د يمني سرچينو له قوله رپوټ ورکړ، د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو پرون د يمن د الجوف صوبې پ مخلتفو سيمو باندې يولس ځل بمبارۍ وکړې.

د دغه رپوټ له مخې د يمن د شمال د صعدې صوبې په باقم سيمه هم د سعودي تيريګر ائتلاف جنګي الوتکو حملې وکړې. د دغو حملو د سر او مال تاوانونو په اړه لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.

له بلې خوا د سعودي تيري ګر ائتلاف ادعا وکړه چې د سعودي د نجران ښار په فضاء کښې يې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو يو بم اېښودل شوې ډرون الوتکه راغورزولې ده.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.