د کربلا پیښه د انقلابي کلتور ، حماسې ، زړورتیا او د اتلوالۍ نښه ده
(last modified Thu, 08 Oct 2020 00:40:25 GMT )
Oct 08, 2020 05:10 Asia/Kabul
  • د کربلا پیښه د انقلابي کلتور ، حماسې ، زړورتیا او د اتلوالۍ نښه ده

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا د حسیني اربعین په مناسبت وینا کښې وویل په ایران کښې د اسلامي انقلاب بریالیتوب او هغه بدلون چې په سیمه کښې رامینځته شو د حسیني اربعین د مراسمو د ترسره کیدا لپاره زمینه برابره کړه .

هغه د خپلې وینا په پیل کښې د اهل بیت علیه السلام د عصمت او دطهارت ټولو پیروانو ، مینه والو او عاشقانو ته د حسیني اربعین د رسیدا په مناسبت تسلیت ویلو سره وویل  د کربلا پیښه د انقلابي کلتور ، حماسې ، زړورتیا او د اتلوالۍ نښه ده .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په دوام کښې د حسیني اربعین میلیوني او ستر لاریون ته په اشارې سره وویل  د اسلامي ویښتیا غورځنګ ، د  ایران د اسلامي انقلاب بریالیتوب او د عراق د صدام رژیم نسکوریدا د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارت کولو لپاره د عراق د باندې او په داخل کښې  د اهل بیت علیه السلام د میلیونونو مینه والو  پرمخ دروازې خلاصې کړې .

هغه د حسیني اربعین ستر او میلیوني لاریون ډیره مهمه پیښه وبلله او ویې ویل د نړۍ ملتونه په ټيلي ویژنونو باندې د میلیونو حسیني زیارتوالو په لیدو سره له حسیني پاڅون او د  هغه له هدفونو خبریږي .

 

ټیګونه