اسلامی ایران په سیمه ایز قدرت بدل شوی دی
په ایران کې دغه تجروبه ، په ۱۹۷۹کال کې داسلامی انقلاب دبریالیتوب له وخت راهسې تر دې دمه تل د نړۍ د درستو خلکو لپاره یو الهي ،عقلي او عقلاني حجت دی څو پوهه شي ، په صحنې په شتون ، وحدت ،زیار ، مجاهدت ، سرښیندنې،ثبات او دعمل په دوام سره دخپل ملی قومي،دیني ،ملی او انساني ارزښتونو،خپلواکۍ،حاکمیّت،دطبیعيزیرمو،دخپلې آزادۍ ،عزت او شرافت د نیالګي ساتنه کیدلی او دغه راز په سیمې او نړۍ کې خپل مقام ساتلی شي .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د لبنان دحزب ا.....غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا.. بیګا د لبنان دمقاومت دشهیدو قوماندانانو د درنښت په مناسبت په یوې وینا کې د امریکا ددباؤنو او بندیزونو په وړاندې د ایران داسلامی جمهوریت کلکې دریدا ته په اشارې سره وئیلي دي ، ایران په دغو کلونو کې په کلکې دریدا او مقاومت سره په درستو ډګرونو کې پرمختګ کړی او په یوه ستر سیمه ایز قدرت بدل شوی چې درسته نړۍ ورسره ښه تعامل لري .
سید حسن نصر ا... د امریاک او دهغې دمتحدانو د غلیمانه اوسختو اقداماتو په وړانډې دا یران د مقاومت په قدرونې سره وئیلي دي په ایران کې دغه تجروبه ، په ۱۹۷۹کال کې د اسلامی انقلاب دبریالیتوب له وخت راهسې تر دې دمه تل د نړۍ د درستو خلکو لپاره یو الهي ،عقلي او عقلاني حجت دی څو پوهه شي،په صحنې په شتون ، وحدت ،زیار ، مجاهدت ، سرښیندنې،ثبات او دعمل په دوام سره دخپل ملی قومي،دیني ،ملی او انساني ارزښتونو،خپلواکۍ،حاکمیّت،دطبیعيزیرمو،دخپلې آزادۍ ،عزت او شرافت د نیالګي ساتنه کیدلی او دغه راز په سیمې او نړۍ کې خپل مقام ساتلی شي .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي د آل خلیفه رژيم په ضد دبحرین د ولس پاڅون ته په اشارې سره هم وئيلی دي ، بحرینیانو د شیخ عیسی قاسم په رهبرۍ سره د آزادۍ د تحقق لپاره ډيرې سرښیندنې اوقربانۍ وړاندې کړي دي . هغه همداراز د دبحرین په ولس او د هغو په سر کې په آیت ا... شیخ عیسی قاسم درود اوسلام استولی او وئيلی ئې دي ، د بحرین مظلوم خلکود د خپلو طبیعي حقوقو د غوښتنې لپاره په سوله ایز ې رودې سره یو انقلاب پیل کړی او ډير شهیدان ئې وړاندې کړي او په زرګونو کسان دم ګړۍ په زندانو کې شپې سبا کوي او تر دې دمه ئې له خپلو سوله ایزو هلوځلو لاس نه دی اخستی چې بلاخره به هم کامیابی د په حقه پاڅون کونکو وي .