په سورئې کې د امریکاشتون غیر قانوني او نیواکګري ده
امریکا صهونیسټي رژيم او ځيني مرتجع عرب هیوادونه په سیمې کې له ترهه ګرو ډلو سره په مقابلې کې د مقاومت دچورلیز دځواک له بریالیتوبونو وروسته دمقاومت پر جبهې د دباؤ د زیاتولو لپاره بیا لاس په کار شوي دي .
روسیا الیوم ټيلیویژني چینل راپور ورکړی، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون ناوخته په یوه خبری کنفرانس کې په دې خبرې په ټینګار سره چې په سورئې کې د امریکا شتون غیر قانوني دی وئيلي دي ،ماسکو به په دې باب له ا مریکا توضیح وغواړي .
لاؤروف وئيلي ، ماسکو داسې شواهد لري چې په نامحدود ډول په سورئې کې د دیره ځواک د ساتلو لپاره د امریکا د پرورګام ښودنه کوي او دوي ددغه هیواد په کنډوالې په بدلولو پسې دي .
د روسیې خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې په سورئې کې د امریکائي پوځیانو شتون غیر قانوني دی ، زیاته کړې ده، ماسکو د سورئې په باب له واشنګټن سره دسیاسی خبرو بیا پيلیدا ته ډير اهمیّت ورکوي .
هغه په عین حال کې وئيلي دي ، هیله مند یوو چې د امریکا نوی حکومت ډير زر ددې موخې لپاره خپلې ډلې ټپلې جوړې کړي .
د روسیې د ولسمشرۍ ویندوي دیمیتري پسکوف او د خارجه وزارت ویندوئې ماریا زخارووا هم پرون د سورئې په ختیځ ې د مقاومت د چورلیز په مرکزونو د امریکا هوائي حملو په محکومولو سره له واشنګټنه غوښتي دي ، دد دمشق د حکومت دحاکمیّټ دحق احترام دې وکړي . د امریکا جنګ وزارت پنټاګان بیګا وړمه شپه دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،دسورئې په ختیځ کې ئې د مقاومت دچورلیز په مرکزونو باندې د ولسمشر بایډن په فرمان سره بمباري کړې ده . امریکا صهونیسټي رژيم او ځيني مرتجع عرب هیوادونه په سیمې کې له ترهه ګرو ډلو سره په مقابلې کې د مقاومت دچورلیز دځواک له بریالیتوبونو وروسته دمقاومت پر جبهې د دباؤ د زیاتولو لپاره بیا لاس په کار شوي دي .