یمن د ۱۴ بې پیلوتو الوتکو او ۸ توغندیو په مټ په سعودي باندې برید وکړ
(last modified Mon, 08 Mar 2021 03:11:28 GMT )
Mar 08, 2021 07:41 Asia/Kabul
  • یمن د ۱۴ بې پیلوتو الوتکو او ۸ توغندیو په مټ په سعودي باندې برید وکړ

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان وکړ چي دغه هیواد د سعودي په مهمو فوځي اډو او تاسیساتو باندې له ۱۴ بې پیلوتو الوتکو او ۸ توغندیو په مټ برید وکړ.

یحیی سریع په یوه خبري ناسته کې وویل: د یمن د ولسي ځواکونو توغندیز او د بې پیلوتو الوتکو واحدونه په سعودي باندې پراخ عملیات تر سره کړي.

هغه زیاته کړه: په دغه برید کې په عربستان کې د راس التنوره په بندر کې د ارامکو د شرکت تاسیسات په نښه شوي دي.

سریع وویل: همدارنګه د سعودیانو څو فوځي اډې هم د عسیر او د جیزان په سیمو کې د اتو بدر توغندیو او ۴ بې پیلوتو الوتکو په مټ په نښه شول.

نوموړي زیاته کړه چي دغه بریدونه په یمن باندې د عربستان د یرغل او د محاصرې په ځواب کې تر سره شوي دي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند عربستان او ورسره تېری ګرو هیوادونو ته په خبرداری ورکولو سره وویل: تر هغه چي سعودي ائتلاف په یمن باندې خپلو تېریو ته دوام ورکړي په عربستان باندې به دا شان بریدونه تر سره شي.

دا بریدونه په داسي حال کې تر سره شوي چي د سعودي ائتلاف الوتکو په وروستیو ورځو کې د یمن په پلازمیني صنعا باندې درنې بمبارۍ کړي.

 

 

ټیګونه